د حسیني زیارتوالو ستونزې دې هوارې شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77236-د_حسیني_زیارتوالو_ستونزې_دې_هوارې_شي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د عراق د حکومت لخوا کربلای معلی ته د پاکستان د تلونکو زیارتوالو د مشکلاتو د هواري غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2018 04:09 Asia/Kabul
  • د حسیني زیارتوالو ستونزې دې هوارې شي

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د عراق د حکومت لخوا کربلای معلی ته د پاکستان د تلونکو زیارتوالو د مشکلاتو د هواري غوښتونکی شو.

علامه راجا ناصر عباس جعفري د عراق حکومت ته د یو لیک په ورلیږلو سره له بغداده وغوښتل چې د حسیني اربعین (څلویښتۍ) له رانزدې کیدو سره هممهاله د عراقي ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاکستان زیارتوالو ته پيښې ستونزې سمدستي حل کړي.

هغه په دغه لیک کښې ویلي دي: په پاکستان کښې د عراق د سفارت لخوا پاکستاني زیارتوالو ته د اربعین د سفر د ویزې په صادرولو کښې بیابیا ځنډ د پاکستاني زیارتوالو لپاره ډیر مشکلات جوړ کړي دي.

د ویلو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار آفریدي هم له راجا ناصر عباس جعفري سره په وروستۍ کتنه کښې ژمنه کړې وه چې د ایران له لارې عراق ته تلونکو زیارتوالو ته په لاره په تیره بیا په تفتان سرحد کښې په ورپیښو ستونزو به غور وکړي او هغه به حل کړي.

خو د وروستیو رارسیدلو خبرونو له مخې له ایران څخه بیرته ستنیدونکي زیارتوال په تفتان کښې او د اربعین لپاره له پاکستانه راتلونکي زیارتوال په کویټه کښې ګیر دي او حکومت د لارې د امنیت د نشتوالي په پلمه هغوي ته د حرکت اجازه نه ورکوي.

په تفتان کښې د امکاناتو او د مناسبو صحي اسانتیاو د نشتوالي په وجه زیارتوال په ناروغیو اختیه شوي او ځیني ماشومان او سپين ږیري پکښې مړه شوي هم دي.