په کربلا کښې امام حسین علیه السلام نومې نړیوال کانفرنس وشه
Nov 01, 2018 04:08 Asia/Kabul
په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام په نړیواله غونډه کښې ګډونوالو او پوهانو، اربعین د مسلمانانو د وحدت او ورورولۍ او له ظلم سره د هغوي د مقابلې او عدالت غوښتنې سمبول وباله.
د امام حسین علیه السلام په نوم شپږم نړیوال کانفرنس د مختلفو هیوادونو د یوشمیر پوهانو په شتون او د المصطفی موسسې په مرسته، پرون په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د حرم په سید الاوصیاء هال کښې ترسره شو.
په دغه نړیواله غونډه کښې د ایران، عراق، پاکستان، فرانسې او امریکې یوشمیر محققانو د نړۍ په مظلومانو او پتمنانو کښې د اربعین او حسیني غورځنګ د اغیزې او د زیارت اربعین د معنوي، کلتوري، عقیدتي او اخلاقي اړخونو په هکله ویناوې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اربعین یو داسې پلیټ فارم دی چې انسان فلاح او ژغورنې ته رسوي.
ټیګونه