د خبرو اترو له لارې د کشمير د مسئلې په هواري تاکيد
(last modified Wed, 16 Jan 2019 10:37:25 GMT )
Jan 16, 2019 15:07 Asia/Kabul
  • د خبرو اترو له لارې د کشمير د مسئلې په هواري تاکيد

د هند تر کنټرول لاندې د کشمير پخوانۍ اعلی وزيرې د خبرو اترو له لارې د دغې سيمې د بحران په هواري تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن محبوبه مفتي پرون د کشمير په مرکز سرينګر کښې وويل، د کشمير مسئله فوځي  حل لاره نه لري او پکار دي د دغې سيمې مسائل او مشکلات د خبرو اترو له لارې هوار شي.

مېرمن محبوبه مفتي زياته کړه، د هند حکومت پکار دي د کشمير د مسئلې د هواري لپاره له پاکستان او کشميري مشرانو سره کښيني او خبرې اترې وکړي.

له دې مخکې هم د جمو او کشمير پخواني وزيراعلی فاروق عبدا... ويلي وو چې د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او نوے ډيلے او اسلام آباد پکار دي د خبرو اترو له لارې دغه بحران ختم کړي چې سيمه د ارامښت او قرارۍ مخ وويني.

 

 

ټیګونه