هندي رسنې: پاکستاني جنګي الوتکو په کشمير کښې د هند د هوائي حدودو خلاف ورزي وکړه
Mar 01, 2019 05:02 Asia/Kabul
هندي رسنيو رپوټ ورکړ، د پاکستان جنګي الوتکې يو ځل بيا د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د دغه هېواد هوائي حدودو ته ننوتلې او د هند د هوائي ځواک په ردعمل سره له سيمې په وتلو مجبورې شوې.
د زي نيوز خبري چېنل په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې د هند د دفاع وزرات پرون وويل، د هند تر کنټرول لاندې د کشمير په پونچ سيمه کښې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمېنځ سخته ګوله باري روانه ده.
د هند د خارجه وزرات يو وياند وويل، د پاکستان فوځ پرون د هند په کشمير کښې په راجوړي او پونچ پوله ايزو سيمو ګوله باري وکړه چې له امله يې يو عامه هندي وګړے ووژل شو او څو تنه نور هم ژوبل شول.
د هندي چارواکو د وېنا له مخې د پاکستان فوځي ځواکونو په تېره يوه هفته کښې له هند سره د ډزبندۍ اوۀ ځل خلاف ورزي کړې ده.