کشمیریانو په لندن کښې د هندوستان د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې
Mar 10, 2019 16:14 Asia/Kabul
لندن کښې د هندوستان د سفارت مخې ته اعتراض کونکو کشمیریانو د نریندر مودي د حکومت خلاف شعارونه ورکړل او د هند د امنیتي ځواکونو له خوا د کشمیریانو وژله یې وغندله.
په انګلستان کښې استوګنو یوشمیر کشمیریانو په لندن کښې د هندوستان د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اساس د کشمیر د مسئلې د سمدستي هواري غوښتنه وکړه.
لندن کښې د هندوستان د سفارت مخې ته اعتراض کونکو کشمیریانو همداشان د نریندر مودي د حکومت خلاف شعارونه ورکړل او د هند د امنیتي ځواکونو له خوا د کشمیریانو وژله یې وغندله.