د نړۍ د مسلمانانو د لومړني معصوم امام میلاد مومبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81011-د_نړۍ_د_مسلمانانو_د_لومړني_معصوم_امام_میلاد_مومبارک_شه
د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اولني امام حضرت علي علیه السلام د ولادت په شپه بیګا په ټول ایران کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره شوې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 20, 2019 02:10 Asia/Kabul
  • د نړۍ د مسلمانانو د لومړني معصوم امام میلاد مومبارک شه

د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اولني امام حضرت علي علیه السلام د ولادت په شپه بیګا په ټول ایران کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره شوې.

لکه څنګه چې خبر یئ نن د رجب یا بزرګې د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د امیر المومنین امام علي بن ابیطالب علیه السلام د زوکړې کلیزه ده. هغه حضرت په داسې یوه ورځ د دنیا په ترټولو سپيڅلي ځاې یعنې په خانه کعبه کښې دننه دنیا ته راغی او له ځلمیتوبه د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له خوا وروزل شو.

امام علي وړومبنی کس و چې ایمان یې راوړ او د رسول ا... مبارک له خوا د اسلام د مبین دین د تبلیغ او ترویج په ټولو پړاؤنو کښې د هغه حضرت ترټولو مهم ملاتړی او مرسته کونکی ګڼل کیده.

د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د امام علي علیه السلام د زوکړې کلیزه د (پلار ورځ) نوموله شوې ده. د افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو په شان د ټول ایران خلک د حضرت علي علیه السلام د ولادت ورځ چې په حقیقت کښې د امامت پلار دی، په ډیره مینه او خوشالۍ لمانځي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو انسانانو ته د امام علي علیه السلام د ولادت د کلیزې مبارکي وایو.