ورځپاڼو ته کتنه ۲-۲-۹۸
(last modified Mon, 22 Apr 2019 07:27:19 GMT )
Apr 22, 2019 11:57 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲-۲-۹۸

د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې ايران ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه خبرونه ورکړي دي.

د تهران چاپ اعتماد ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ سُرخۍ کښې وليکل: عمران خان ايران ته له رارسېدو سره سم د اتم امام حضرت امام رضا (ع) په زيارت مشرف شو.

ورځپاڼې وليکل د پاکستان وزيراعظم ايران ته خپل وړومبني سفر کښې پرون د ايران د مشهد مقدس ښار نړيوال ډګر ته راورسېد او د خراسان رضوي صوبې ځاي چارواکو يې تود هرکلے وکړ.

د ورځپاڼې له مخې عمران خان د خراسان رضوي صوبې له ګورنر عليرضا رزم حسيني سره له کتنې او لنډو خبرو اترو وروسته له هر څه مخکښې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع) دمنورې روضې زيارت ته لاړ او له زيارته مشرف شو.

-----

د تهران چاپ آفتاب ورځپاڼې بيا وليکل: د پاکستان وزيراعظم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په سرکاري بلنه ايران ته د دوه ورځني سفر لپاره راغلے دے. او د هغه سفر د دواړو هېوادونو ترمېنځ په تېره بيا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د پولو دامنيت د ټينګولو لپاره د سيمه ايزو ملګرتياو په برخه کښې د تعلقاتو د پراختيا سبب کېدې شي.

د تهران شرق ورځپاڼې بيا وليکل:

د پاکستان وزیراعظم بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړرتبه چارواکو سره د لیدو کتو لپاره د یو لوړ رتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ له مشهد مقدس نه تهران ته رارسېد او تهران په مهر آباد هوائي ډګر کښې د اسلامي ایران د روغتیا د وزیر سعید نمکي له خوا د عمران خان هرکلی وشو.

----------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې جمهوري اسلامي وليکل، د ټولو قواو د معظم قوماندان په حکم سره جنرل حسين سلامي د سپاه پاسدارانو د لښکر نوے عمومي قوماندان مصوب شو.

د ایران د ټولو قواؤ معظم قومندان حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یو حکم کښې د سپاه پاسداران په قومندانۍ کښې د جنرل محمد علي جعفري د ارزښتناکو او تل پاتې خدماتو په قدرونې سره، جنرل حسین سلامي ته د سرلشکرۍ درجې په ورکولو سره هغه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان په توګه وټاکۀ.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران نوي قومندان ته په خطاب کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان په حکم کښې راغلي دي: هیله ده چې د هراړخیزو توانمنیو لوړتیا او په ټولو برخو کښې چمتووالی او هم د سپاه د باطني ګوهر یعنې د تقوا او بصیرت پياوړتیا او هم دا شان د معنوي بنیاد لرونکو مدیریتونو او د ماهرانه توانمنیو پراختیا او کلتوري لوړتیا چې د سردار جعفري په مدیریت کښې پيل شوې، د نوي قومندان په نوښتونو سره زیاته شې او سپاه د بشپړتیا په لور خپل خوځښت کښې لوړ ګامونه پورته کړي.

---------

اطلاعات يوې بلې ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د سري لنکا په پائتخت کولمبو کښې په يو شمېر کليساګانو او هوټلونو کښې د مسيحيانو د پاک اختر يا ايسټر له جشن سره په يو وخت  اتو ترهه ګريزو چاودنو له شپږو سوو نه زياتو کسانو ته مرګ ژوله ورسوله.

ورځپاڼې زياته کړه: د کولمبو پولیسو په دې لړ کښې د اوو کسانو د نیولو خبر ورکړ. د دې ترهګرو چاودنوذمه واري تراوسه هیچا په غاړه نه ده اخیستې.

ورځپاڼې له دغه خبر سره په ارتباط کښې وليکل: د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي په سري لنکا کښې ترهه ګريز عمليات وغندل او د قربانيانو له کورنيواو د دغه هېواد له حکومت او ملت سره يې خواخوږي څرګنده کړه. هغه دغو ترهه ګريز عملياتو ته په اشارې سره وويل،دغه جنايت يو ځل بيا وښودله چې د ترهه ګرۍ له کرکې ډکه ښکارنده له هر ډول پولې، نسل ،ملت او مذهب نه وراخوا په يو نړيوال مشکل بدله شوې ده.

موسوي تاکيد وکړ، دهشتګردي د ټولو هېوادونو له مظبوطې ارادې، بې له دوه رنګه چلندونو له ټولو ظرفيتونو څخه له استفادې نه بغېر ختمېدونکې نه ده.

-----------

د پاکستان چاپ اکثرو ورځپاڼو هم ايران ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه هم هغه شان خبرونه ورکړي دي  چې ايراني ورځپاڼو خپارۀ کړي دي.

-------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په حوالې سره وليکل: د پاکستان موجوده حکومت نااهل دے او پکار دي استعفا ورکړي.

--------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرون ايران ته د سفر له شروع کولومخکښې په کوئټه کښې د بلوچستان په  انفارېشن ټېکنالوجۍ پوهنتون  کښې په يو لړ مراسمو کښې په خپله وېنا کښې وويل، په دغه هېواد کښې شريف او زرداري خاندانونو د ملک اوقوم سرمايه لوټلې ده او که هر څومره وخت ولګي خو دغو دواړو خاندانونو ته به داسې سزا ورکړې شي چې د آئنده نسلونو لپاره عبرت وګرځي.

-------

د کابل چاپ ورځپاڼوهم په خپلو نننيو ګڼو کښې په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو او د طالب ډلې او حکومت لخوا د الفتح او خالد نومې عملياتوپه اړه ليکنې کړې دي.

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې وليکل: د هلمند اوسېدونکو او د سولې کاروان غړيو  په يو لاريون او غونډې کولو په خپلو وېنګانو کښې وويل: حکومت او طالبان دې د خالد او الفتح په نومونو عمليات بند او د سولې هلې ځلې دې ګړندۍ کړي.

د هلمند اوسېدونکو او د سولې حرکت غړو پرون په مرکز لښکرګاه کې د خالد او الفتح عملياتو د درېدو په موخه لاريون وکړ.

لاريون کونکو ته ځينو وېناوالو په خپلووېناګانوکښې وويل چې د خالد او الفتح عمليات يوازې د عامو خلکو د وژلو په موخه ترسره کيږي.

هغوي وویل: «په تېرو څو اونيو کښې د همدغو عملياتو په نتيجه کښې ډېر عام خلق وژل شوي چې مونږ يې شاهدان يو.» دوي ټينګار وکړ چې حکومت او طالبان دې نور د جګړو پرځاى د سولې لار غوره کړي، ځکه د ټولو خلکو غوښتنه سوله ده.

هغوي زياته کړه چې په هېواد کښې پرله پسې جګړو خلک له سختو ناخوالو سره مخ کړي دي. جګړې زمونږ هرڅه بدرنګه کړي، خالد او الفتح عمليات نه منو دواړه لوري دې اوربند وکړي.»

------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: پرون په کابل کښې يو شمېر ديني عالمانو او د لوے جرګې د تدوير يو لړ غړيو په يوه ګډه غونډه کښې وويل: حکومت د سولې په خبرو کې جدي نه دے.

هغوي وويل: د حکومت لخوا د خالد او طالبانو لخوا د الفتح په نوم عملیات د سولې پروسې د سبوتاژ په معنا دي، ژر تر ژره دې دغه عملیات ودرول شي.

وېناوالو زياته کړه: د قطر د بین الافغاني کنفرانس تر لغوه کېدو وروسته د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس، چې د لویې جرګې د تدویر کمېسیون چارې هم پر غاړه لري وايي، چې د مصالحې رهبري شورا ترکیب لا نه دی تکمیل شوی او اوس دوی لومړیتوب مشورتي لویې جرګې ته ورکوي. پایداره سولې ته د رسېدو لپاره قربانۍ ته ضرورت دی او باید د جنګ ښکېل لوري د سولې لپاره په خپلو لیکو کې نرمښت رامنځته کړي. نوموړی پر حکومت او طالبانو غږ کوي، چې په خپلو موقفونو کې نرمښت راولي.

 

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان وايي، تر هر څه وړاندې ملت سولې ته ضرورت لري او د جنګ پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې د سولې تر خبرو مخکې دې اوربند وکړي.

 

ټیګونه