د روژې په مبارکه مياشت کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د ډزبندۍ غوښتنه
May 05, 2019 12:51 Asia/Kabul
د هند ترکنټرول لاندې د کشمير مخکښنې اعلی وزيرې له نوي ډيلي وغوښتل د روژې د مبارکې مياشتې د شروع کېدو په مناسبت دې په دغه سيمه کښې ډزبندي اعلان کړي.
د ايرنا د رپوټ له مخې مېرمن محبوبه مفتي وويل، دې ته په پام سره چې کشمير يوه مسلمان مېشته سيمه ده، د هند مرکزي حکومت ته پکار دي د روژې په مبارکه مياشت کښې د دغې سيمې د خلقو په خلاف فوځي عمليات بند کړي.
هغې په عين حال کښې د حکومت له مخالفو وسله والو ډلوهم وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کښې دې د حکومت په هيڅ يو امنيتي ځواک حمله نه کوي.
نوي ډيلي د تېر کال د روژې په مبارکه مياشت کښې هم د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې ډزبندي اعلان کړې وه.