دتهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه ګران لمسي او د امامت د آسمان دوهم ځلانده ستوري حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت تاسو درستو مینه والو ته د زړه له کومې په مبارکۍ وئيلو سره ،له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نوتر پایه راسره ملګرتیا وکړئ .
داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل تندي ئې داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني یو په زړه پورې قول راخستی چې فرمائي ؛تر ټولو غوره دا ده چې انسان د روژې په مبارکې او برکتناکې میاشتې کې خپل ځان اصلاح کړي . دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دعمان خارجه وزیر یوسف بن علوي بیګا ایران ته په یوه ورځني سفر تهران ته راغلی او له خپل ایراني همڅنګ محمد جواد ظریف سره ئې د مهمو دوو اړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو او بدلونونو په باب مهمې خبرې اترې کړي دي ، دسیمې ډيری کارپیژاندي دغه سفر په اوسنیو وختونو کې ډير مهم ګڼي او وائي ښائي عمان غواړي دسیمې او نړۍ د اوسنیو بدلونونو دهوارولو لپاره غوره رول ولوبوي .
دایران د مالدارۍ د ادارې مشر علی رضارفیعي پور وئيلي دي ، ایران به له ترکیې د ټيکنالوجۍ په منتقلولو سره تر یوه کال پورې د ډنګرو او مرغانو کابو دیرشو ډول ډول واکسنو په تولید کې پخپلو پښو ودریږي او نور به وارداتو هیڅ اړتیا ونه لر ي.
دامریکا دکانګرس د اطلاعاتو د کمیشن مشر اډم شیف له سی بی ایس ټيلویژني چینل سره په خبرو کې د ایران په وړاندې د ډونالډټرمپ دحکومت په سیاستونو په سختو نیوکو سره وئيلی دي ، چې د ټرمپ دحکومت دغه کړچار له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتیدا لامل شوی دی .
دعراق امنیتي سرچینو وئيلي دي ، دشنې سیمې چاودنه پخپله د امریکائي ادارو دسیسه ده څو د عراق حالات لاترینګلي وبریښوي
المیادین ټيلیويژني چینل راپورورکړی د یمن پوځ او مبارزو ولسی کمیټیو ځواکونو دعربستان په جنوب کې د عسیر سرحدي سیمې ته په نفوذ سره په دغې سیمې کې څو پوځي مرکزونه او مورچلې نیولي او یو شمیر سعودي عسکر ئې یا نیولي اویائې هم وژلی دي .
دسپینې ماڼۍ چارواکو وئيلي دي د غبرګولې دمیاشتې په وروستیو کې به د پيړۍ د معاملې دلومړۍ مرحلې په توګه د فلسطین په ټاټوبي کې د پانګونې دجذبولو لپاره په بحرین کې نړیوال اقتصادي کنفرانس جوړ شي .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جرمني دډویچه بانک دیوه کارمند له قوله خبر ورکړی ،دغه کارکونکي د ډونالډټرمپ او دهغه د زوم له خوا داسې رسیدونه اوټرانزیکشنونه ترلاسه کړي چې ښئ په درغلۍ شکمن دي .
د روسیې دفاع وزارت په سورئې کې د حمیم روسي پوځي مرکز باندې د توغندوي حملې لپاره د النصره جبهې د ترهه ګرې ډلګۍ هڅې خبر ورکړ .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو دامریکائي بې پيلوټه الوتکو په بمباریو کې په لسګونو عام خلک په وینو کې لیت پیت شوي دي .
***********************
= دا هم کیهان ورځپاڼه د ه چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي دایران د ایټمی انرژۍ ویندوي بهروز کمالوندي په خبري کنفرانس کې وئيلي دي ، داسلامی ایران د ولسمشر دحکم په اساس د هیواد دیورانیمو دپخولو ظرفیّت په نوي پلانونې سره کابو څلور برابره زیات شوی دی .
د یمن ددفاع وزارت یوه مسئول مقام وئيلي دي ،په همداوروستیو کې د آرامکو تیلی شرکت پرتاسیساتو په حملو سربیره په عربستان کې ئې نور دوه سوه داسې ځایونه مشخص کړي دي ، چې د یمن د پوځ او مبارزانو ولسی کمیټیو د توغندیو په شیشت کې دي .
اسرائيل د غزې په پولې کې دمقاومت د توغندیو له ویرې د شګو خندقونه کندي څو د تر یوه حده دمقاومت د توغندیو له تاوانونو ځانونه وژغوري .
دغې ورځپاڼې همداراز لیکلی دي د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل په همداوروستیو کې په سیمې کې د امریکا پر پوځي خوځښتونو په نیوکو سره وئيلي دي د امریکا د جنګي بیړیو خوځښتونه او د بمبار جنګي الوتکو په ځينو هیوادونو کې دیره کول ، په سیمې په تیره بیا په فارس خلیج سیمې کښې د ناکراریو سبب کیږي او پاکستان هم په دغو کارونو اندیښمن دی.
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوي همداراز وئيلي دي ، امریکا په خپلو جنګي بیړیو او کشتیو سره په فارس خلیج کښې د امنیتي شخړې د رامینځته کیدو سبب شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي هم داشان ویلي، ښه به دا وي چې امریکا له ایران سره خبرې اترې وکړي او په سیمه کښې دې جنګ نه جوړوي.
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلي دي ، دافغانستان په هلمند ولایت کې دامریکائي پوځیانو په بمباریو او د توپونو په حملو کې په لسګونو عام خلک مړه اوټپیان شوي دي .
= دا هم همشهري ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دایران په ضد له سختو جنګي خبرو په شاتګ سره وئيلي دي ، مونږ له ایران سره جنګ نه غواړو او یوازې غواړو چې دوي دې ایټم بم جوړ نه کړي ، د سعودی عربستان په څير تالی څټي واکوالان د صهونیسټ رژيم په ملګرتیا سره دایران په ضد د فضا جوړونې او د عربانو دغونډولو د هلوځلو لپاره لاس په کار شوي ، په راتلونکو اونیو کې ئې په مکې شریفې کې د عربانو دسرمشریزې جوړولو اقدام کړی او دا هم وئيل شوي چې ممکنه ده په دغې غونډې کې د امریکا اواسرائیلو مهم کسان هم ګډون وکړي . داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده دپاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغې ورځې عربستان ته په سفر لاړ شي .
دافغانستان په ولسی جرګې کې پرون د دغې جرګې د مشر د ټاکل کیدوپه سر شخړه هماغه راز روانه وه او ممکنه ده دغه شخړې تر څو ورځو پورې هماغه راز دوام ولري او ښائي د افغانستان د ولسي جرګې د مشر ټاکل کیدل تر څو نورو ورځو پورې وځنډول شي .
د سعودي عربستان په ختیځ کې په القطیف سیمې کې د آل سعود رژيم امنیتی مامورانو ددغې سیمې پر اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغې سیمې کې یوشمیر کسان په وینو کې لیت پیت نه کړي.
دسورئې پوځ او مقاومتي چورلیز ځواکونو په ادلب کې له تفکیری ترهه ګروډلو یو شمیر نوره سیمې هم پاکې کړي او د ادلب دبشپړ پاکولو لپاره ځانونه تیاروي .
**************************
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو . ( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )
د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د ګواښ او د ولسي جرګې د مشر پر سر د راولاړې شوې ستونزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، افغان ولس د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو له شورا تمه لري چې د برخلیک ټاکونکي مسایلو په اړه خبرداری ورنهکړي او د خطرې زنګ د حل منطقي لاره نهده.
د سرمقالې لیکوال د جمهوري ریاست د کاندیدانو په شورا غږ کړی چې ستونزې په ګواښ نه، بلکې د تفاهم له لارې ئې حل کړي.
= ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي تمه ده چې د جمهوري ریاست د مودې پر سر راولاړه شوې مسئله له معقولې لارې حل شي، څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته هېواد یوې بلې ستونزې سره مخ نهشي.بلخوا ځینو نورو ورځپاڼو بیا د ولسي جرګې د ریاست پر سر د ستونزې په اړه لیکنې کړې دي.
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولسي جرګې د مشرتابه د ټاکلو پر سر دې لانجه ژر حل شي.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دلته هر څه روښانه دي، کړکېچ او بدماشۍ ته هېڅ اړتیا هم نهشته.
د سرمقالې لیکوال وايي، کله چې د ولسي جرګې د ریاست او نورو مرستیالانو پر سر لانجې وي، نو د لسګونو کمېسیونونو مشران به هم ونهشي ټاکلی او د ولسي جرګې تقنیني دوره به خپل ډېر وخت پر لانجو تېر کړي.
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ولسي جرګه ګام په ګام خپل اعتبار خوري.
په سرمقاله کې راغلي د ولسي جرګې د رئیس د غوراوي ستونزه متأسفانه تر اوسه حل نهشوه، پهدې مسئله کې چې رسنیو ته د یو شمېر وکیلانو غږیز کلیپونه راوتلي چې ان د وسلو کارولو او مرګونو ته چمتووالی لري.
د لیکوال په باور دا ښئ چې مسئله څومره په لوېدلو لاسونو کې ده چې هره شېبه د یوې غمیزې انتظار ترې کېدای شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا چې د ولسمشر اشرف غني د حکومت قانوني موده پای مومي، که ولسي جرګه نوره هم په خپلمینځي لانجو کې ښکېل شي، دا به افغان مظلوم ولس ته چې اوس هم د خپلو او پردیو تر وحشتونو او ګوزارونو لاندې دی، یو ستر مصیبت وي.