د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په نښتو کښې مرګ ژوبله رامنځته شوه
May 29, 2019 15:59 Asia/Kabul
د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د دغه هېواد د فوځي ځواکونو او وسله والو کشميريانو د نښتو له امله يو حمله کونکے ووژل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هند پوليسو وويل، دغه نښته نن د سرينګر په کولګام سيمه کښې رامنځته شوه.له دغې نښتې وروسته د کورلګام خلقو سړکونو ته راووتل او د هند د حکومت په خلاف يې نعرې ووهلې چې په نتيجه کښې يې د هند له فوځي ځواکونو سره نښتې رامنځته شوې.
په کشميريانو باندې د هندي ځواکونوپه ډزو سره لږ تر لږه پنځوس تنه ژوبل شول.
په دغه سيمه کښې حالت سخت اعلان شوي دي
پرون هم د کشمير په اننت ناګ سيمه کښې له هندي ځواکونو سره په نښته دوه وسله وال وژل شوي وو.