قدس د خرڅولو نه دی
(last modified Thu, 30 May 2019 01:04:55 GMT )
May 30, 2019 05:34 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
    د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: قدس د مسلمانانو وړومبۍ قبله او د ټولو مسلمانانو د آرزوګانو او امیدونو مرکز دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې قدس د پلورلو وړ نه دی، وویل: قدس د مسلمانانو وړومبۍ قبله او د ټولو مسلمانانو د آرزوګانو او امیدونو مرکز دی.

محمد جواد ظریف بیګا په تهران کښې د اسلامي هیوادونو د سفیرانو لپاره د روژه ماتي په میلمستیا کښې زیاته کړه: د نړۍ روان حالات ډیر دردونکي دي او له دې زیات درد او خطر بل کوم دی چې د سیمې ځیني هیوادونه د پیړۍ د شرمناکې معاملې ملاتړ کوي.

د پيړۍ معامله د امریکې د حکومت هغه نوې طرحه ده چې د فلسطین د خلکو د حقوقو ختمول غواړي، دغه طرحه د عربستان په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقې سره برابره شوې ده.

د پيړۍ معامله نومې امریکې منصوبې له مخې، قدس شریف صهیونیسټي رژيم ته سپارل کیږي، په نورو هیوادونو کښې موجود فلسطیني کډوال به خپل وطن ته د ستنیدو له حقه بې برخې شي او فلسطین به یوازې د اردن سیند د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې د پاتې سیمې مالکیت ولري.

 

 

ټیګونه