د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې اوۀ تنه ووژل شول
(last modified Wed, 19 Jun 2019 12:00:24 GMT )
Jun 19, 2019 16:30 Asia/Kabul
  • د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې اوۀ تنه ووژل شول

د هند ترکنڼرول لاندې کشمير کښې د دغه هېود د امنيتي ځواکونو او وسله والو يرغلګرو ترمېنځ په نښته کښې پينځه امنيتي او دوه يرغلګر ځواکونه ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د جمو او کشمير پوليسو وويل،په دغه نښته کښې چې پرون سحر د کشمير په آنانتناګ سيمه کښې شروع شوې وه او تر بېګا پورې يې دوام ولرۀ د شپږو هندي فوځيانو په شمول څوارلس تنه نور هم ژوبل شول.

له بلې خوا پرون د نهې په ورځ د هند ترکنټرول لاندې کشمير په پلوامه سيمه کښې د هند په امنيتي ځواکونو د وسله والو کسانو په حملهکښې اته تنه ژوبل شول.

وړمه ورځ د ګل په ورځ هم په همدغه پلوامه سيمه کښې د هند په امنيتي ځواکونو د وسله والو کسانو په حمله کښې شپږ هندي امنيتي ځواکونه ژوبل شوي وو چې دوه تنه پرون د زخمونو د سختوالي له امله مړۀ شول.

په عين حال کښې پرون په کشمير کښې دوو هندي فوځيانو ځانونه په ډزو سره ووژل.

 

 

ټیګونه