امریکې په ایران باندې نوي بندیزونه ولګول
(last modified Tue, 25 Jun 2019 02:50:52 GMT )
Jun 25, 2019 07:20 Asia/Kabul
  • امریکې په ایران باندې نوي بندیزونه ولګول

د امریکې ولسمشر مدعي شو چې واشنګټن، ایټمي وسلو ته د تهران د رسیدو د مخنیوي په موخه په ایران باندې بندیزونه لګوي.

د امریکې ولسمشر پرون د یو اجرايي حکم په لاسلیکولو سره د اسلامي ایران خلاف یولړ نوي بندیزونه ولګول.

ډونلډ ټرمپ دغه بندیزونه (سخت) وبلل او ویې ویل: امریکا به په تهران باندې دباؤ اچول جاري وساتي.

د امریکې ولسمشر مدعي شو چې واشنګټن، ایټمي وسلو ته د تهران د رسیدو د مخنیوي په موخه په ایران باندې بندیزونه لګوي.

د ټرمپ دا خندونکې څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس تراوسه په خپلو پنځلسو رپورټونو کښې د ایران د ایټمي فعالیتونو صلحه ایز والی او په ایټمي موافقې د تهران پابندي تاییده کړې ده.

د ټرمپ له دغه کار څو منټه وروسته د امریکې د خزانې وزیر اسټیون منوچین خبریالانو ته راغی او ویې ویل: واشنګټن د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په دفتر او د سپاهِ پاسداران په اتو تنو جګ پوړو چارواکو او قومندانانو باندې بندیزونه لګولي دي.

منوچین وویل چې واشنګټن هم داشان نیت لري په دې روانه اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په خارجه وزیر محمد جواد ظریف باندې هم بندیزونه ولګوي.

د امریکې د خزانې وزیر ادعا وکړه چې د دې بندیزونو له امله د ایران د شتمنیو میلیارډونه ډالر بلاک کیږي. هغه په عین حال کښې څرګنده کړه چې که ایران خبرواترو ته تیار شي نو بندیزونه به ترې لرې شي.

ورته مهال د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره دا بندیزونه د ایران خلاف د واشنګټن د زیات نه زیات دباؤ د جنګ یوه برخه وبلله.

 

ټیګونه