د امریکې سیاستونه د فلسطین د مسئلې د سختیدو سبب شوې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د امریکې یواړخیز پال سیاست او پر نړیوالو حقوقو یې سترګې پټولو د فلسطین مسئله لاسخته کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک په یو بې ثباته او نامطمئن حالت کښې شپې سبا کوي، ټینګار وکړ: د امریکې یواړخیز پال سیاست او پر نړیوالو حقوقو یې سترګې پټولو د فلسطین مسئله لاسخته کړې ده.
محمد جواد ظریف د ونزویلا په پلازمینه کاراکاس کښې د ناپيئلي غورځنګ د خارجه وزیرانو د فلسطین په کمیټه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې حکومت د فلسطین د مسئلې د څنګته کولو کوشش کوي، وویل: د اسرائیلي رژيم د پلازمینې په توګه د قدس د پيژندلو او دغه ښار ته د امریکې د سفارت د منتقلولو په شان د دغه هیواد له شرارته ډکو تحرکاتو د فلسطین حالت لا خراب کړی دی.
ښاغلي ظریف د امریکې او اسرائیلو له سیاستونو سره د لویدیځې آسیا د ځینو هیوادونو له ملګرتیا څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د پيړۍ معامله نومې امریکايي-صهیونیسټي طرحه د فلسطیني ولس په شمول د ټولې نړۍ د خلکو له نظره یوه د نه منلو او نه اجرا کیدو وړ طرحه ده او بلآخره به ماتې وخوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې د فلسطین مسئله یوازې د نیواکګرۍ او د آپارټاید نظام په ختمیدو او د یو بشپړ خپل حکومت د لرلو لپاره فلسطینیانو ته د اجازې په ورکولو سره هواریدی شي، څرګنده کړه: د ناپيئلي غورځنګ غړي هیوادونه دې د نورو همفکرو سازمانونو او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د اکثریت غړو په ملتیا سره د امریکې او اسرائیلي رژیم د غلیمانه سیاستونو په وړاندې ودریږي.