ټرمپ له عمران خان سره له افغانستان د امریکې د وتلو په هکله وغږید
(last modified Tue, 23 Jul 2019 01:10:12 GMT )
Jul 23, 2019 05:40 Asia/Kabul
  • ټرمپ له عمران خان سره له افغانستان د امریکې د وتلو په هکله وغږید

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په کتنه کښې چې امریکې ته په سفر تلی دی، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله مدعي شو چې واشنګټن نه غواړي چې د سیمې پولیس جوړ شي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په کتنه کښې چې امریکې ته په سفر تلی دی، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله مدعي شو چې واشنګټن نه غواړي چې د سیمې پولیس جوړ شي.

عمران خان امریکې ته په خپل رسمي سفر کښې بیګا په سپينې ماڼۍ کښې له ډونلډ ټرمپ سره وکتل. په دغه ملاقات کښې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ قومندان هم په کښې موجود وو، دواړو لورو د افغانستان د حالاتو، د سویلي آسیا سیمې د امنیتي بدلونونواو د هندو او پاکستان د اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.

ټرمپ چې د ولسمشرۍ له پیلیدو راهیسې یې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې په کم کارۍ او د واشنګټن په غولولو تورن کړی و، له عمران خان سره په کتنه کښې یې د افغانستان په لړ کښې له امریکې سره د پاکستان د صادقانه ملګرتیا خبره وکړه.

هغه وویل: امریکا د سیمې پولیس نه شي جوړیدی او مونږ له افغانستانه د وتلو لپاره له پاکستان سره په اړیکه کښې یو او باوري یو چې پاکستان نن سبا له امریکې سره لازیاته مرسته کوي.

د پاکستان وزیراعظم هم په دغه کتنه کښې د افغانستان کړکیچ او د دغې مسئلې د سیاسي هواري ضرورت ته په اشارې سره وویل: له طالبانو سره د صلحې تړون ډیر نزدې شوی او مونږ هیله من یو چې وتوانیږو د کابل له حکومت سره نیغ په نیغه خبرواترو ته د طالب ډلې د راستنولو زمینه برابره کړی شو.

عمران خان د پاکستان او هندوستان په اړیکو پورې د اړوندو بدلونونو په هکله هم وویل چې هیواد یې تل له هند سره د مذاکراتو بیاپیلولو ته تیار دی.

ډونلډ ټرمپ په سویلي آسیا کښې د شخړو په هکله وویل: امریکا د پاکستان او هندوستان د موافقې په بڼه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ مینځګړیتوب ته تیاره ده.

 

ټیګونه