ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۵-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو تهران ته د افغانستان د مشرانود جرګې د مشر د سفر او د ايران د اسلامي شورا د جرګې له مشر سره د هغه د کتنې او خبرو اترو په اړه ليکنې کړې دي. او ليکي د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر ډاکټر علي لاريجاني د افغانستان د مشرانو د جرګې له مشر فضل هادي مسلميار سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې وويل: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د صلحې مذاکرات یوازې د دغه هیواد د حکومت او ولس په محوريت سره په رسمیت پیژني.
علي لاریجاني په دې خبرې سره چې افغانستان د ایران دوست، ګاونډی او ورور هیواد دے، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د حکومت په ګډون او لارښوونې سره د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو ملاتړ کړے او بیا به یې هم کوي.
لاریجاني زیاته کړه چې ایران تل د افغانستان د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دے او د دغه هیواد له یوموټي توب، خپلواکۍ او امنیته ملاتړ کوي.
د ورځپاڼو له مخې په دغه خبري غونډه کښې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم د افغانستان له حکومت او ولسه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ایران د حکومت او ولس د ملاتړونو قدرونه وکړه او وې ویل: په ګڼو مواردو کښې له افغانستانه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړونه افغانانو ته ثابت شوې دي.
فضل هادي مسلمیار څرګنده کړه، د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د خلقو او حکومت ترڅنګ پاتې شوے او د افغانستان دوست او ورور دے.
---------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: ايران د ايټمي ژمنو د کمولو لپاره دريم ګام اوچتوي. محمد جواد ظریف وویل په اوسنیو حالاتو کښې به د ایران د ايټمي ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام عملي شي . هغه په دې خبرې سره چې دا د ایران داسلامی جمهوریت حق دے چې د ايټمي ژمنو د اجرا کولو یا نه اجرا کولو په حقله فیصله وکړي وویل:د ايټمي موافقې د ګډ کمېشن ټول غړی هیوادونه دغه نظر ته رسیدلي دي چې امریکه د ټولو کړکیچونو سبب شوې ده . دایران خارجه وزیر جواد ظریف واضحه کړه د ايټمي موافقې له لاسلیکېدو وروسته دایران غوښتنې له مخکښې څخه معلومې او روښانه دي او تهران له ايټمي موافقې وراخوا هیڅ هیله نه ده لرلې او که چرې دغه نړیواله موافقه د نورو لورو هیوادونو لخوا په کامل ډول اجرا نه شی نو ایران به هم په نیمګړی ډول دغه تړون اجرا کړي .
د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې لوړ رتبه چارواکې له قوله وليکل: د ظریف بایکاټول د امریکې په ډیپلومېسۍ کښې د تناقض نښه ده.
مېرمن ناتالي توچي وويل: یو هیواد د جګ پوړي سفارتکار بایکاټول د هیڅ ډول ډیپلماټیک اصول په بنیاد نه دي.
هغې وویل چې البته د امریکې دا کار به د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپايي اتحادیې په هلوځلو هیڅ تاثير ونه کړي.
------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د يمني رسنيو له قوله وليکل: یمن په جیزان کښې د سعودي ائتلاف جاسوسي الوتکه نسکوره کړه ورځپاڼې زياته کړه: د یمن فوځ او ولسي مبارز ځواکونو وویل چې د سعودي یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه یې د جیزان په جحفان سیمه کښې په نښه کړې او نسکوره کړې شوې ده.
ورځپاڼې يادونه کړې چې د یمن پوځ او ولسي مبارز ځواک په خپل هیواد باندې د سعودي ائتلاف د تیري له پیل راهیسې د عربستان او د هغه د انډیوالانو لسګونه ډرون او جاسوسي الوتکې نسکورې کړې دي.
د سعودي رژيم له خوا د یمن د هراړخیزې محاصرې سره سره د دغه هیواد د پوځ او ولسي مبارز ځواک دفاعي توان ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: مقبوضه کشمير کښې د قابض هندوستاني پوځ د فائرنګ کښې دوه کشميريان شهيدان شوي دي
د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د هندوستاني پوځ د ډزوپه تازه پيښو کښې دوه کشميريان وژل شوي دي
ورځپاڼې د کشمير ميډيا سروس له قوله وليکل بهارتي فوج شمالي ضلع باراموله کښې آپريشن کړے او يو کشميري ځوان ئې وژلې دے.
دغه رنګ هندوستاني فوج د کشمير په پندوشان سيمه کښې هم آپريشن کړے او يو بل ځوان ئې په ډزو وژلې دے.
-------
ورځپاڼې د امريکائي رسنيو له قوله په يو خبر کښې د دغه هېواد په ټېکساس پوله ايزه سيمه کښې د يو تجارتي مرکز مخې ته د ډزو له امله د کم از کم شلو کسانو د وژل کېدو او په لسګونو د نور د زخمي کېدو خبر ورکړ. او د ځينو زخميانو د حالت د تشويشناک کېدو په وجه د مړو شمېر زياتېدې شي. په خبر کښې ليکي چې پوليس په دې اړه تحقيقات شروع کړي او درې مشکوک کسان يې هم نيولي دي.
---------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د پاکستان د فوځ د وياند جنرل آصف غفور له قوله وليکل: د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې هندي ځواکونو په عامه خلقو کلېسټر بمونه استعمال کړي دي. ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چې هندي ځواکونه په ښهاري آبادۍ باندې د کلسټر بمونو استعمال د هند د فوج جنګي جنون غمازي کوي،د هند لخوا په ښاري آبادۍ باندې ممنوع وسلې استعمال نه صرف د جنيوا کنوينشن بلکه نوره عالمي معاهدو خلاف ورځي ده،
آصف غفور دا هم وئيلي دي چې د هندي ځواکونو د ډزو په نتيجه کښې يو څلور کلن ماشوم په شمول دوه کسان وژل شوي او يوولس کسان سخت ژوبل شوي وو کوم چې اوسو هم په اسپتال کښې معالجه کيږي ،
ډي جي آئي ايس پي آر زياته کړيده چې د هندي ځواکونو لخوا په استوګن سيمو باندې کلسټر بم استعمال ثبوتونه هم ملاو شويدي.
-------
اوس به هم راشو د کابل چاپ ورځپاڼو ته کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګه د افغان سولې پروسې او د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دے، ایا د سولې په برخه کې معامله څه روانه ده چې ټرمپ د افغانانو ذهن بل لوري ته اړول غواړي؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه خپلې له سپکاوي ډکې څرګندونې یوځل بیا تکرار کړي او ویلي یې دي چې که وغواړي دغه جنګ په درې یا څلورو ورځو کې ګټلی شي، خو په وینا یې چې نه غواړي لس میلیونه وګړي ووژني.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، په دې حساس وخت کې چې د سولې ترعنوان لاندې مذاکرات روان دي، ولې ټرمپ دغه ډول له سپکاوي نه ډکې څرګندونې کوي؟ امریکا د دغه شان څرګندونو له کولو څه هدف لري؟
--------
د کابل چاپ يوې بلې ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په شک کې دي چې ترسره به شي او که نه، خو د انتخاباتو چاپېریال او د کمپاین پیل، عملاً د دې پروسیې لوړې او ژورې ثابتوي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې او انتخاباتو هممهاله او پر یوه وخت مطرح کېدل او د تېرو بدنامو انتخاباتو بې خونده بهیرونه د دې سبب شوي چې انتخاباتي کمپاین ډېر پیکه پاتې شي.
ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د غزني ځايي چارواکي وائي چې په غزني کې تېره مياشت ۴۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایتي چارواکي وايي په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې ١٩ ملکي وګړي، ١٦ امنيتي سرتېري او ١٥٧ طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پرون د یوې خبرې ناستې پر مهال رسنیو ته وویل چې په تېره يوه مياشت کې په غزني ښار او ولسواليو کې ١٩٢ کسان وژل شوي او ٢٨٨ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې ١٩ ملکي خلک، ١٦ امنيتي سرتېري او ١٥٧ طالبان شامل دي او په ټپيانو کې ١٩٣ يې ملکي وګړي، ٤٧ يې امنيتي سرتېري او ٤٨ يې طالبان دي.
د وېسا ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د تخار ولایتي شوراوويل، د تخار اشکمش ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ ده
د تخار د ولايتي شورا ځينې غړي او اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو پر اشکمش ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي او که مرستندويه ځواکونه ور ونه رسيږي، نو ډېر ژر به سقوط وکړي.
د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي پرون وويل چې طالبانو تر اوسه د اشکمش ولسوالۍ د زاړه ښار او ځينې نورې سيمې نيولې دي.