ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې
د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د اووه ډلې مشرانو له ایران سره د شخړې د کمولو په سر موافقه وکړه.
د خبر په دوام کښې لولو چې د فرانسې ولسمشر وویل: د اووه ډلې مشرانو د شخړو د کمولو په موخه د ایران په هکله د یو ګډ اقدام په سر موافقه وکړه. ټول د نښتې د نښلیدو مخالف دي او ډونلډ ټرمپ د دې مسئلې په هکله بیخي شفاف دی.
دفرانسې ولسمشر بیګا په یوې ټیلیویژني مرکې کښې وئیلې دي چې د اووه ډلې د درست غړو هیوادونه له ایران سره له ښکلیدا ځانونه غړوي البته د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په شفاف ډول په همدې موضوع ټینګار کړی دی.
خبر زیاتي چې د فرانسې په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې یوې خبر سرچینې ویلې دي: مکرون ته د ۷ ډلې یا جي-7 له خوا ایران ته د پیغام لیږلو دنده سپارله شوې د.
په عین حال کښې د امریکې ولسمشر ویلې دي: له ایران سره د دنیا د مشرانو د خبرواترو مخه نه نیسو او هرڅوک چې له تهران سره مذاکره کول وغواړي، دا کار کولی شي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ویان وویل چې محمد جواد ظریف د فرانسې د وړاندیزي پيکج د جزئیاتو د بیا څیړلو په موخه پرون بیاریتز ښار ته سفر وکړ او د اووه ډلې د سرمشریزې د ترسره کیدو په ځاې کښې یې د فرانسې له خارجه وزیر لوډریان سره ملاقات وکړ.
**
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د صهیونیسټي رژيم د ډرون حملې په غبرګون کښې د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر سید حسن نصر ا... وینا ته خپل وړومبی سرټکی بیل کړی دی او د دوي له قوله یې به غټو ټکیو لیکلې دي: د اسرائیلو انتخابات د صهیونیسټانو په وینو رنګوو.
د دې خبر په تفصیل کښې راغلې دی چې د لبنان د حزب ا.. ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا... بیګا د لبنان د جرود عرسال دآزادۍ د دوهمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو دستورو کې د خلکوپراخ او ولولناک شتون د اسرائیلو د نوو تیریو لومړنی کلک او سخت ځواب وبالۀ او ددې خبرې په کولو سره ئې چې مقاومت به په بیروت د صهیونیسټی رژیم وروستی تیری بې ځوابه پرې نه ږدی ، اسرائیلی مشرانو ته په خطاب کې ووئیل په نیواکی فلسطین کې به راتلونکی انتخابات د صهیونیسټانو په وینو سره ترسره شی.
سید حسن نصر ا... وئیلی ، جرود عرسال د ترهه ګرو دحملو په وړاندې د مقاومتی ځواک او د سورئې دپوځ دسترې مقابلې یوه مهمه برخه وه .
دلبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ عمومی منشی ددې خبرې په کولو سره چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتن یاهو په انتخاباتو پسې دی او اسرائیلی ګوندونو دا عادت دی چې انتخابات د سیمې د خلکو په وینو سره ترسره کړی ، ټینګار وکړ، داسرائیلو مشران دې پوه شی ، چې راتلونکی انتخابات به دتیر وخت په څیر نه وی .
سید حسن نصر ا... د لبنان په هوائی حریم دوحشی صهیونیسټی رژیم نوی تیری ډیر خطرناک او غلیمانه وبالۀ او وې وئیل حزب ا... به هیڅکله هم اجازت ورنکړی دغه ډول تیری تکرار شی اوله دې وروسته به د صهیونیسټ رژیم بې پیلوټه لوتکې له تیریو وروسته روغې رمټې بیرته ستنې نشي.
**
کیهان په یو بل خبر کښې لیکلې دي چې د کشمیر خلک وايي: د هندوستان وزیراعظم ته د اماراتو او بحرین له خوا د میډلونو ورکول د شرم وړ دي.
په داسې حال کښې چې د هندوستان حکومت له څه باندې شلو ورځو راهیسې د کشمیر په مسلمانانو کرفیو لګولې او د هغوي هر خوځښت ځپي، متحده عرب اماراتو او بحرین د خپلو هیوادونو ترټولو لوړ نشان د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي ته ورکړ.
په کشمیر کښې خلکو او مختلفو ډلو د اماراتو او بحرین د امیرانو له خوا د هندوستان وزیراعظم ته د ترټولو ستر غیرپوځي ویاړ د نشان په ورکړې باندې اعتراض کښې ویلې دي چې دا کار د دغو دواړو هیوادونو د خلکو د غوښتنې منعکس کونکی نه دی.
**
کابل چاپ
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې لپاره روانو هلو ځلو، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
مسیر:
مسیر ورځپاڼې لیکلي، ټاکنې چېرته کېږي او څوک پکې برخه اخلي؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خلک له یوه اړخه پر ټاکنو باور نه لري، او له بله اړخه خلک سوله تر ټاکنو غوره ګڼي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، یوازې خلک هم نه دي، بلکې له ولسمشر غني پرته ټول کاندیدان د سولې خبرې کوي او وايي چې که سوله کېږي نو دوی له ټاکنو تېرېږي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، را روانې ټاکنې د اساسي قانون او جمهوریت خلاف هم دي، ځکه خورا کم خلک به پکې برخه واخلي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د خبرو اترو له ګرمېدو سره هم مهاله د اوسني یا راتلونکي ولسواک نظام پرځای د لنډمهالي حکومت موضوع هم د ژبو پر سر کرځي او داسې انګېرل کېږي چې د دواړو لورو د هوکړې په صورت کې به دا کار عملي کېږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې دا د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو مهمه غوښتنه ده او ورته د رسېدو لپاره به هلې ځلې کوي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، که امریکا د خپلو موخو او ګټو لپاره چې د افغان سولې پر سر یې له طالبانو او پاکستان سره په معامله کې دي، دغه ډول هوکړه هم وکړي، افغانان به یې پر وړاندې ودرېږي او د سولې په نوم د افغانستان پر سر دا بده معامله به وننګوي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي، حکومت د سولې فرصتونه له منځه وړي.
د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، تر ټولو لویه اندېښنه د حکومت په تېره بیا د ولسمشر غني منفي دریځ دی چې د سولې په باب یې لري.
د سرمقالې د لیکوال په باور، که حکومت د سولې په اړه دا منفي دریځ نه درلودی، ښایي د قطر خبرې او توافقات په افغانستان کې د څو لسیزو د بدمرغیو او جګړو د پای ته رسېدو ښه پایلامه شوې وای.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، که سوله راځي نو تاوتریخوالی د څه لپاره؟
د سرمقالې لیکوال لیکي، د سولې د خبرو اترو له پرمختګ سره مل تاوتریخوالی هم زیات شوی او دواړه خواوې خورا وحشیانه او ظالمانه بریدونه کوي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، له دغه شان ګډوډ وضعیت څخه څرګندېږي چې د سولې پر وړاندې لاهم ګڼ خنډونه پاتې دي او د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو لاملونه هم د خنډونو شتون دی.
هېواد:
هېواد ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، د ټاکنو لپاره د اسلامي نړۍ ملاتړ او د افغان حکومت هڅې!
د سرمقالې د لیکوال په باور، له ولسمشریزو ټاکنو د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ او په تېره بیا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې لپاره د دغه سازمان له خوا د هڅو تأیید په اوسنیو حالاتو کې ډېر اړین او ستر ارزښت لري.