د سوریې او د روسیې الوتکو په ترهګرو بریدونه وکړل
Nov 07, 2019 01:13 Asia/Kabul
تسنیم خبری اژانس وایی د روسیې او د سوریې جنګی الوتکو پرون په ګډو عملیاتو کښې دسوریې په شمال کښې په حلب ولایت کښې په السحاره سیمه کښې د ترهګرو په مرکزونو بمبارې وکړې چې په ترڅ کښې یې څو مرکزونه تباه او په لسګونو ټروریسټان هم هلاک شول .
د سوریې سرچینو وویل دغه بمبارې په حلب ښار کښې په هستوګنه سیمو باندې د جبهه النصره ترهګرې ډلې د هوانونو بریدونو ته په غبرګون کښې وشوې .
د سوریې پوځ پرون بریالی شو د حلب په شمال لویدیځ کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړی .
په تیرو څو میاشتو کښې ترهګرو ډلو د سوریې له پوځ څخه له ماتی خوړولو وروسته د هیواد په ښارونو راکټی او دهوان بریدونو ته مخه کړی ده چې له کبله یې ګڼ شمیر ښاریز په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل شوی یا ژوبل شوی دی .
ټیګونه