له اروپایی اتحادیې وتل د بریتانیه ستره تیروتنه ده
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د ولسی جرګې یعنی هاوس اف کامنز(House of Commons) پخوانی مشر جان بیرکاو(Bercow)په لندن کښې له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان وتل له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته د لندن ترټولو ستره غلطۍ ده .
د انګلستان د پارلمان پخوانی مشر جان بیرکاو د پارلمان د مشرۍ په وخت له اروپایی اتحادیې څخه د لندن د وتلو د ملاتړ کونکو استازیو لخوا تل په پلویتوب تورنیده .
هغه وویل زه د لومړی وزیر بوریس جانسن احترام کوم خو له اروپایی اتحادیې څخه د لندن وتل له هیواد سره مرسته نه کوی .
هغه وویل ښه خبره دا ده چې انګلستان د اروپا د پیاوړی بلاک برخه ووسی .
د انګلستان دپارلمان پخوانی مشر جان بیرکا دغه راز دغه خبره رد کړه چې ګواکی ده له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو مخه نیولی وه او زیاته یې کړه دا زه نه بلکې پارلمان وو چې تراوسه یې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو مخه نیولی وه .