ورځپاڼو ته کتنه ۹-۹-۹۸
ورځپاڼو ته کتنه ۹-۹-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې هم اطلاعات ورځپاڼه رااخلو چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د دفتر د ټوئيټر پاڼې د يو پېغام په نقل سره يې وليکل: امريکه د نورو ملتونو د خپلواکۍ او آزادۍ توهين کوي. په دغه پېغام کښې افغانستان ته د امریکې د ولسمشر ټرمپ سفر ته په غبرګون کښې راغلي دي د امریکې چارواکی له اجازې نه بغېر یوه (۱) هیواد ته ورځی او د دغه هیواد له حکومتی چارواکو سره کتنې نه کوي او خپلې اډې ته ورځي چې امریکه په خپل دغه حرکت سره د ملتونو ازادۍ او خپلواکۍ په رسمی ډول سپکاوے کوي. دغه پیغام زیاتوي هغه نظام چې په سر کښې یې امریکه ده دنیا په دووبرخو یعنی سلطه ګر او سلطه منونکو ویشی چې اساسا د ازادۍ او عدالت په خلاف دے .
ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د يو کاندید عبدالطیف پدرام په خپل هیواد کښې د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مالکانه شتون نیوکه وکړه او د هغه سفر یې له سپکاوي ډک وباله.
عبدالطیف پدرام په بګرام کښې د امریکا د عسکرو په اډې کښې د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی په شتون او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غنی په کتنې نیوکه وکړه او هغه یې ناسم کار وباله .
د افغانستان د ملی کانګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په خبر ډول او په قصدی توګه د ولسمشر اشرف غنی سپکاوی کړی دی .
پدرام وویل ما چې کله په بګرام هوائي اډه کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره د امریکې د ولسمشر ټرمپ چلند ولید نو دغه عقیده مو نوره هم پیاوړې شوه چې د افغانستان د ازادولو لپاره باید مبارزه وکړو او له خپل هیواد څخه د امریکې نیواکګر فوځیان وباسوو.
--------
د تهران کېهان ورځپاڼې د تهران د جمعې د نمانځه د خطيب له قوله وليکل: نړيوال استکبار په ايران کښې وروستۍ بلوې پلان کړې وې.
د جمعې د نمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبري په دې خبرې سره چې د ایران د وروستیو بلوو شاته يو خطرناک پلان و وویل دغه بلوې د نړیوال استکبار لخوا د دووکلونو تشکیلاتي کارونو، روزنې او په وسلو د ځینو کسانو دسمبالولو نتیجه وه .
----------
او جمهوري اسلامي ورځپاڼې د پاکستاني سرچينو په نقل سره د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان په حوالې سره وليکل: له ايران سره د تعلقاتو پراختيا او مظبوطيه د پاکستان يو ترجيحي سیاست دے.
عمران خان پرون په یولړ څرګندونو کښې وئیلی دي چېددغه هیواد حکومت دخپلو ملی ګټو په لړ کښې دخپل و اکه بهرني سیاست په غوره کولو سره د سیمې او نړۍ له هیوادونو په تیره بیا د ا یران له اسلامي جمهوريت سره د مضبوطو تعلقاتو پشمول سترې بریاوې ترلاسه کړې دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د عراقي رسنيو په نقل سره وليکل د دغه هېواد د ستر ديني عالم او د تقليد مرجع آيت ا... سید علي سيستاني په عراق کښې د کورني جنګ او د ډېکټاټورۍ د بيا مسلط کولو لپاره د بلوه ګرو د کوشش په اړه خبردارے ورکړ.
د آیت ا... سيستاني په دغه پېغام کښې چې په کربلای معلی کښې د جمعې د نمانځه اجتماع کښې ولوستل شوو راغلي دي په دغو مظاهرو کښې وينې بهېدلې او عمومي او حکومتي ځايونو او اموالو ته تاوانونه رسېدلي دي چې دا د غندنې وړ چاره ده.
--------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې وړومبې هم جنګ ورځپاڼه رااخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د دغه هېواد د وزيراعظم بيان راخېستې دے او ليکلي يې دي: د پاکستان د وفوځ د ستر قوماندان جنرل قمر جاوید باجوده د ملازمت په موده کښې د شپږو مياشتو زياتوالي په اړه د سترې محکمې فېصله د وفاق، پارلېمان او جمهوريت بريا او د پاکستاني ادارو په خپلو کښې د جنګونکو ماتې وه.
-----------
د پاکستان چاپ یوې بلې ورځپاڼې دنيا په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل،د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د محصيلينو د انجمنونود بیا بحالولو لپاره مظاهرې اوشوې، د خبر له مخې مظاهره کونکو په دغو مظاهرو کښې له حکومته غوښتنه وکړه چې د محصيلينو په انجمنونو باندې نبديز چې له تېرو پينځه دېرشو کلونو ګلېدلې دے زر تر زره ختم کړي. د ورځپاڼې په قول د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول زرداري بوټو او د دغه هېواد د سائنس او ټېکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري هم د محصيلينو د دغې غوښتنې ملاتړ اعلان کړ.
ورځپاڼې بيا د جمعيت علمای اسلام د فضل څانګې د مشر فضل الرحمان په حوالې سره وليکل،د پاکستان جعلي پارلېمان ته به د قانون جوړونې اجازت ورنکړوو. هغه وويل د حکومت مخالف ګوندونه ټول د پارلېمان په ړنګونې او د نوو انتخاباتو په کولو متفق دي.
ورځپاڼې د برطانوي رسنيو په نقل سره وليکل، په لندن کښې په يوه ترهه ګريزه حمله کښې دوه تنه مړۀ او يو دولس تنه نور ژوبل شول. د خبر له مخې يو کس په خنجر سره په عامه خلقو حمله وکړه چې د پوليسو په ډزو سره حمله کونکې هم هلاک شو. د خبر له مخې د پېښې په سيمه کښې د پاکستان د پخواني وزيراعظم د علاج د روغتون د شتون په وجه نواز شريف هم چې د علاج لپاره روان ؤ روغتون ته ونه رسېدې شو.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې اکثرو افغانستان ته د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپه او بې له اجازې سفر او ورسره په بګرام امريکائي هوائي اډه کښې د اشرف غني د کتنې په اړه ليکنې کړې دي چې په سر کښې وېسا ورځپاڼه رااخلو چې ليکلي يې دي، د امریکې له ولسمشر ټرمپ سره د لیدو لپاره؛ولسمشر غني بګرام ته په ورتګ سره افغاني غرور مات کړ. ورځپاڼه په خپله ليکنه کښې ليکي: واک ته له رسېدو وروسته ولسمشر غني په پرلپسې توګه د څوم ځل لپاره له امریکایي چارواکو سره د لیدنې لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ په ځاے بګرام پوځي اډې ته ورغلی دے. په داسې حال کښې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل دوران کښې له اوباما سره د بګرام په فوځي اډه کښې له ليدلو انکار وکړ.
ورځپاڼه زياتوي ولسمشر غني وړمه شپه هم د امریکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره د بګرام هوایي اډې ته ورغې او هلته یې ورسره ولیدل. په دغه لیدنه کښې ولسمشر ټرمپ ښي لاس ته ناست و، دا په دې معنا ده چې ټرمپ کوربه او غني مېلمه و.
ورځپاڼه زياتوي بګرام هوائي اډې ته د ولسمشر غني ورتګ په کور دننه جدي غبرګونونه راپارولي دي او د اشرف غني دغه کار یې ناسم او د افغاني غرور خلاف بللی دے.
وېسا په دغه ليکنه کښې زياتوي د یادولو ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم له حامد کرزي غوښتي وو چې د لیدنې لپاره بګرام ته ورشي، خو حامد کرزي هغه مهال دغه لیدنه رد کړې وه او له اوباما یې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د ولسمشر سره د کتنې ځای ولسشمرۍ ماڼۍ ده.
په ورته وخت کې امرالله صالح چې اوس مهال د غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لومړی مرستیال دی هغه مهال یې د حامد کرزي دغه کړنه ستایلې وه او ویلي یې وو چې حامد کرزي بګرام ته په نه ورتګ سره د افغانانو وقار خوندي کړ، خو د ا شرف غني د ورتګ په تړاو یې غبرګون نه دی ښودلی.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم زرګونو پلویانو پرون په کابل کې په انتخاباتو کې د تقلب پر ضد لاریونونه وکړل.
زرګونو لاریون کوونکو پرون د کابل ښار له عبدالحق څلور لارې، د کابل له لویدیځ او سرای شمالي څخه پښتونستان واټ ته راغلل او هلته یې د حکومت او انتخاباتو کمېسیون پرضد شعارونه ورکړل.
که څه هم امنیتي مسوولانو د دې لاریون د خوندي ترسره کېدو ډاډ ورکړی و، خو د کابل په ځینو سیمو کې افغان ځواکونو د لاریونونو د خورولو لپاره ډزې هم وکړې. د لاریون په پای کې پرېکړه لیک کې د انتخاباتو پر کمېسیون او نړیوالې ټولنې غږ شوی چې د خلکو غږ ته دې غوږ ونیسي.
د ثبات او همپالنې ډلې تر لاریون وروسته په خپل پرېکړه لیک کې د بې بایومتریکه ۳۰۰ زره رایو پر ابطال ټینګار کړی چې که ونه شي د دوی په وینا “د ټاکنیز سیاسي بحران مسولیت” به یې د انتخاباتو د کمېسیون پر غاړه وي.
---------
سرخط ورځپاڼې بيا وليکل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ناوخته په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، نوموړي د بګرام په هوايي اډه کې له ولسمشر غني سره د لیدنې تر څنګ امریکايي عکسروته وینا هم وکړه.
سرمقاله لیکونکی لیکي، ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ د لیدنې پر مهال د افغان ځواکونو د سرښندنو د ستاینې تر څنګه، ټینګار کړی چې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن وي، نو باید اوربند وکړي.
----------
هیواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه ليکلي چې د غني او ولسمشر ټرمپ په دغه ۴۵ دقیقه يي لیدنه کې پر کومې مهمې مسئلې چې ډېر بحث شوی هغه، په افغانستان کښې د سولې لپاره ژمنتیا وه.
سرمقاله لیکونکی لیکي، د سولې لپاره د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ غوښتنه اوربند و ، هغه اوربند چې په باور یې د سولې لپاره لومړنی شرط او سره کرښه بلل کېږي.
د ځينو شناندو له قوله دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان باندې د امریکې د قبضې له وخت نه تر اوسه په افغانستان کښې ناامنۍ او بې ثباتۍ ډېرې زياتې شوې دي او د ورغې جوړې او صلحې لپاره هيڅ عملي ګام نه دے اوچت شوے.
-----------