د برجام د ګډ کمیشن څوارلسمې غونډې خپله وروستۍ خبرپاڼه خپره کړه
(last modified Sat, 07 Dec 2019 00:59:49 GMT )
Dec 07, 2019 05:29 Asia/Kabul
  • د برجام د ګډ کمیشن څوارلسمې غونډې خپله وروستۍ خبرپاڼه خپره کړه

د ایټمي موافقې د ګډ کمیشن په څوارلسمه غونډه کښې ګډونوالو غړو په خپلې پایزې بیانیې کښې وویل: برجام یوه څواړخیزه لاسته راوړنه ده او د ایټمي وسلو د نه خپریدو د جوړښت د یو نړیوال او مهم عنصر په توګه ګڼل کیږي.

د ایرنا د خبر له مخې د برجام د ګډ کمیشن څوارلسمه غونډه پرون د اروپايي اتحادیې له خوا د هلګا اشمیډ په مشرۍ او د مرستیال خارجه وزیرانو یا سیاسي مدیرانو په کچه د چین، روسیې، انګلستان، فرانسې، جرمني او ایران په شتون سره د آسټریا په پلازمینې ویانا کښې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې له وتلو او د بندیزونو له بیا لګولو وروسته په دې څوارلسو میاشتو کښې په خپلو ژمنو باندې د ایران په پابندۍ اعتراف وکړ.

ټولو غړو هم داشان د ایټمي موافقې د بشپړې او موثرې اجرا په اهمیت ټینګار وکړ او د دې موافقې د ساتنې لپاره د خپلو هلوځلو د دوام هوډ یې څرګند کړ.

په دې خبرپاڼه کښې هم داشان په برجام کښې د ایران په کړو ایټمي ژمنو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک باندې د څارنې په لړ کښې د یو ارګان په توګه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په مهم رول باندې ټینګار او ترې حمایت وشه.

 

ټیګونه