په انډونیزیا کښې ټرافیکی پیښې ۲۴ کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86788-په_انډونیزیا_کښې_ټرافیکی_پیښې_۲۴_کسان_وژلی
زمونږ خبریال وایی د انډونیزیا هیواد په جنوب کښې په سوماترا ولایت کښې یوې(۱) کندې ته د بس د غورځیدا په پیښه کښې څلرویشت (۲۴) کسان وژل شوی او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • په انډونیزیا کښې ټرافیکی پیښې ۲۴ کسان وژلی

زمونږ خبریال وایی د انډونیزیا هیواد په جنوب کښې په سوماترا ولایت کښې یوې(۱) کندې ته د بس د غورځیدا په پیښه کښې څلرویشت (۲۴) کسان وژل شوی او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوی هم دی .

ویل کیږی چې مسافر وړونکی بس انډول له لاسه ورکړ او د سړک غاړې ته له یوه(۱) دیوال سره وجنګیده چې له کبله یې دغه څلرویشت (۲۴) کسان مړه او دیارلس (۱۳) نور ژوبل شول .

ویل کیږی چې په دغه پیښه کښې ځینې کسان بې درکه شوی  هم دی .

په بس کښې د سوارو مسافرانو د وینا پراساس د پیښې په وخت بس کښې پنځوس (۵۰) کسان سپاره وو او پولیسو د پیښې په هکله تحقیقات پیل کړی دی .