بریطانیا: د ظریف خلاف د امریکې اقدام غیرقانوني دی
امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې دنده لري چې ملګرو ملتو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په شمول د بهرنیو هیوادونو د رسمي چارواکو د تګ راتګ امکان برابر کړي.
مودې وشوې چې امریکا د ملګرو ملتو په غونډو کښې ګډون کونکو پلاویو او چارواکو ته د ویزې صادرولو له مسئلې څخه، د ځان پر مخالفو هیوادونو باندې د دباؤ لپاهر د یو اوزار په توګه کار اخلي. په هم دې لړ کښې د امریکې حکومت د امنیت شورې د روانې اونۍ په غونډه کښې د وینا لپاره نیویارک ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ورتګ مخه ونیوله.
دا کار حتی د بریطانیا او جرمني په شمول د واشنګټن د انډیوالانو په شمول په ډیرو نیوکو سره مخامخ شوې ده. په دې لړ کښې د بریطانیا وزیراعظم بورس جانسن داده شو چې په نیویارک کښې د ملګرو ملتو مرکز ته د ایران د خارجه وزیر د ورتګ د مخنیوي په لړ کښې د امریکې اقدام یو غیرډیپلماټیک او غیرقانوني کار دی.
جانسن وویل: امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې دنده لري چې ملګرو ملتو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په شمول د بهرنیو هیوادونو د رسمي چارواکو د تګ راتګ امکان برابر کړي.
د ظریف لپاره د ویزې نه صادریدو د ملګرو ملتو په غونډو کښې د بهرنیو چارواکو د شتون د مخنیوي لپاره د امریکې د توانمنۍ په هکله حقوقي او قانوني بحثونه مطرح کړې دي. له دې مخکښې هم د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې د ترسره کیدو په وخت واشنګټن نه یوازې د ایران ولسمشر او خارجه وزیر ته ویزا ډیره ناوخته صادره کړه بلکې له ولسمشر حسن روحاني سره د ملګري پلاوي زیاتره غړ ته یې له سره ویزا ور نه کړه. د واشنګټن چارواکو هم داشان وویل چې د اسلامي ایران سفارتکاران یوازې د ملګرو ملتو د دفتر د خواؤشا په څو سړکونو کښې د تګ راتګ اجازه لري.
په حقیقت کښې واشنګټن له ملګرو ملتو څخه د روسیې، ونزویلا او کیوبا په شان په خپلو مخالفو هیوادونو باندې د دباؤ لپاره د یو اوزار په توګه ګټه پورته کړې ده. دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو او امریکې ترمینځ د شوې موافقې له مخې دغه هیواد ته د کوربه په توګه نه دي پکار چې د ملګرو ملتو په غونډو کښې د ګډون لپاره او هم د دغه سازمان له دفتره د هیوادونو د نمایندګیو د مرکزي دفترونو په لور د تګ راتګ په لارو کښې هیڅ ډول خنډ رامینځته کړي.
د امریکې غیرقانوني اقدامات د ملګرو ملتو له غبرګون سره هم مخامخ شوې دي. په دې لړ کښې د دغه سازمان عمومي ټولنې د تیر ۲۰۱۹ کال د دسمبر په اتلسمه نیټه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د ځینو هیوادونو ډیپلماټانو ته د ویزې له صادرولو د امریکې د حکومت د ډډه کونې د غندنې په ترڅ کښې له دغه حکومته وغوښتل چې د ایراني ډیپلماټانو په ورتګ لګولي محدودیتونه ختم کړي او دغه پریکړه لیک بې له رایه اخیستنې، د ټولو په اجماع سره تصویب شو.
د رایو په اجماع سره د دغه پریکړه لیک تصویبیدو وښودله چې په نیویارک کښې د ملګرو ملتو دفتر ته د ایراني چارواکو او سفارتکارانو په ماموریت او د هغوي د ورتګ خلاف د محدودیتونو لګولو لپاره د واشنګټن زورواکه کړنلاره د نړۍ هیوادونه نه مني. لکه څنګه چې اوس هم اروپايي هیوادونه د ټرمپ د دغه ډول کړچار مخالف دي. په حقیقت کښې زیاتره اروپايي چارواکو د امریکې له خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د ویزې نه ورکول د څواړخیزپالنې د سیاست او د نړیوالو قوانینو د احترام نفي بللې ده.
په حقیقت کښې امریکا هڅه کوي چې د دغه ډول سیاستونو په غوره کولو سره خپل اقتدار نړیوالو ته وښايي او له بلې خوا په یو نړیوال ټریبیون یعنې امنیت شورا کښې د ایران د حق غواړو او عدالت غواړو دریځونو د بیانولو مخه ونیسي.
اوس یوځل بیا د ډونلډ ټرمپ اقدام د واشنګټن د متحدانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی او د واشنګټن دوستان یې هم خفه کړې دي. داسې ښکاري چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره نړیواله ټولنه دغه شان اقدامات چې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي وي، نه شي زغملی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*