نننۍ تهرانۍ او دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې څه وائي ؟
د تهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملتیاوکړئ .
دا هم د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړي مخ ئې لیکلي دي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... لعظمی سید علی خامنه اي د آسټریا په پلازمینې ویانا کې د محصیلینو داسلامی ټولنو د ا تحادئې دڅلور پنځوسمې غونډې ګډون والو ته پخپل پیغام کې روښانه کړې ده ، د نن سبا شپو ورځو مهمې پيښې او بدلونونه د اسلامی ایران او د هغه د انقلابي ملت د عظمت او قدرت ښودنه کوي .
ورځپاڼې په دوام کې په یوې مقابلې کې لیکلي دي ، له سیمې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د ویستلو لپاره غوښتنې ورځ تر بلې به پراختیا دي او اوس دا غوښتنه په یوې عمومي چغې پدله شوې ده . د امریکایانو د وتلو د ویستلو د غوښتنې اړخونه پر عراق سربیره،د افغانستان،لبنان،سورئې پشمول نورو هیوادونو ته هم پراخ شوي دي . او په عراق کې خو دا چغه حتی واړه ماشومان هم پورته کوي ، چې ؛ امریکایان ، باید له کوم ځنډ پرته له عراقه ووځي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د جرمني له شپیګل خپرونې سره په خصوصی خبرو کې د ایران او امریکاترمینځ د خبرواترو د امکان په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې دا امکان د ایران په ضد د بندیزونو له لغوه کولو او دامریکا د کړچار له بدلیدا پرته مردود بللی او ددې پوښتنې په ځواب کې ئې چې آیا د جنرال قاسم سلیماني له ترور وروسته له امریکا سره خبرې اترې ناممکنې ګڼي ؟ وئيلي دي ، نه داسې کومه خبره نشته ،زه هیڅکله هم دغه شاان امکان نه ردوم ، په دې شرط چې دوي خپل کړچار بدل کړي او واقعیَتونه په رسمیّت وپيژني . د مونږ له نظره مهمه نه ده چې چې په سپینې ماڼۍ کې څوک دي او هغه شی چې اهمیّت لري ، د دوي د چلند بدلیدا ده .
ورځپاڼې همداراز مخکې لیکلی دي ،د صهیونیسټ رژيم یوه خبریال په یوه راپور کې د عربستان د لویدیځي کیدا او د اصلاحاتو د راوستو خبر ورکړی او په دوام کې ئې وئيلي دي ، نړۍ په دغه هیواد کې له وروستیو اصلاحاتو سره سره ، د سعودي عربستان ولی عهد کوم ډيمورکراټيک رهبرنه ګڼي .
د ترکیې په وروستۍ زلزلې کې کابو دیرش کسان وژل شوي او څه دپاسه پنځه سوه نور ټپيان شوي چې وئيل کیږي ، د مرګ ژوبلو د زیاتیدا احتمال پکې زیات دی .
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې هم پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دي ،د اسلامی ایران د ولسمشر د سټراټژيکو څيړنو د مرکز دنړیوالو مطالعاتو دبرخې مسئول حسینی ټينګار کړیدی ، ایران این پي ټي تړون ته پابند یو تر ټولو ستر او مهم هیواددی ، خو که د ایران دوسیه بیا دملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي ، نو ممکنه ده دایران له نظره ، په این پي ټي تړون کې غړیتوب معنا له لاسه ورکول کیږي او په دې بیا کتنه کوي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،دعراق په عین الاسد امریکائي ترهه ګرپوځي مرکز باندې د ایران د توغندوي حملې د مرګ ژوبلو په باب د امریکا د سپيڼې ماڼۍ د هرې ورخې دروغو د امریکائي سناتورانو سخت اعتراضونه په ځان پسې درلودلي دي ، او د امریکائي چارواکو دروغ سوکه سوکه پر امریکایانو روښانه کیږي . د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو دیوه غوره کاندید جوزف بایډن په شمول دامریکا زیاتره سناتوران او کانګرس استازي په دې اند دي چې ډونالډټرمپ او دهغه ټيم په عین الاسد پوځي کیمپ د ایران د توغندوي حملې دمرګ ژوبلو دپټولو ناکامې هڅې کوي ،خو اوس رابرسیره شوي ده چې په دغې توغندوي حملې کې دامریکائي پوځیانو مرګ ژوبلې زیاتې دي او حکومتي ټيم ددې په خاطر چې په راتلونکو انتخاباتو کې درنده ماته ونخوري ، دغه مرګ ژوبلې پټوي خو تر کومه به دغه شان دروغ وائي او عمومی افکارو ته به دوکه ورکوي .
یاده دې وي چې امریکائي چارواکو تر دې دمه وئيل چې په عین الاسد پوځي کیمپ د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو اوس د پنټاګان ویندوي دې ته اړ شوی چې ومني له دغې حملې وروسته له عراقه کابو ۳۴ امریکائي پوځيان چې په مغزو کې ئې ګړ بړ راغلی ؤ ، جرمني ته منتقل کړائ شوي دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د هند تر کنټرول لاندې کشمیرځاي چارواکي وائي،په کشمیر سیمې کې د انټرنیټ له پنځه نیمومیاشتو غوڅیدو وروسته ټاکل شوې ده چې په کشمیر کې په نسبي ډول انټرنیټ بحال شي او په دغې سیمې کې روانې انټرنیټي ترینګلتیاوې پاي ته ورسیږي .داپه داسې حال کې دي،چې هندي وحشي ډوله پوځيانو له تیرو کابو شپږو میاشتو راهسې پر کشمیریانو رڼا ورځ تورتمه کړې او داسې کومه ورځ نشته چې د هندي پوځيانو په جنایتونو کې د یوشمیر کشمیریانو جنازې اوچتې نشي .
میډل ایست اې خپرونې په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، عربستان او متحده عربی اماراتود عراق د ویشلو لپاره ستر پلان برابر کړی او د رست لګښتونه او هر ډول مرستې ئې په غاړه اخستي ،خو داسې ښکاري چې د عراق ولس په یووالي او پیوستون سره دغه دسیسه شنډه شوې ده .
راپورونه ښئ د سورئې دپوځ په مرستې سره د روسیې پوځي ځواک د وسرئې او عراق د پوله ایزو سیمو په شاوخوا کې له قامشلي هوائي ډګر سره نزدې د ایس څلور سوه ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم ځاي په ځاي کړی دی .
د یمن پوځ او ولسی مبارز ځواک په وروستیو درو میاشتو کې د میداني بدلونونو په دوام کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي او ددغو بدلونونو او بریالیتوبونو په دوام کې ئې د صنعا په ختیځ کې کابو درې زره مربع کلومیټر سیمه پخپل کنټرول کې راوستي او دغه راز ئې د تیریګرو زیات شمیر پوځي تجهیزات یا ولجه کړي او یائې هم تباه کړي او تیریګرو پوځیانو ته ئې په سلګونو مرګ ژوبلې هم اړولي دي .
د بیان د آزادۍ مدعیانو د ایران د اسلامی جمهوریت یوه رسندویه هم وتړله. دې ځل د امریکاحکومت په وسیله فارس خبري آژانس باندې پابندي ولیګید، ددغه خپلواکه خبري آژانس کتونکي مینه وال له دې وروسته په دغه ایډریس یعني farsnews.ir په وسیله ددغې رسندوئې خپلواکه کړچار او کړنې لیدلی او آوریدلی شي .
دا هم د تهران چاپ ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،د امریکا او اروپا ترمینځ اقتصادي ترینګلتیاوې په زیاتیدا دي او ډيری شناندي او کارپوهان وائي د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د خوښې وړ جنګ یعني د ټيرفونو جنګ له مخکې لا تود شوی او ډونالډ ټرمپ غواړي خپلې سیاسی ا و ټولنیزې ناکامۍ د ټيرفونو د زیاتولو په سیاست سره پټې کړي په همدې خاطر ئې اروپائي هیوادونه ددغو ټيرفونو د زیاتولو په شیشت کې راوستي دي چې دغې چارې د امریکا او اروپائي هیوادونو ترمینځ ترینګلتیاوې لاپسې زیاتې کړي دي،خو اوس به لیدلی شي،چې اروپائي هیوادونه تر کومه حده د خپلو ملتونو د ګټو لپاره مخلص دي او تر کومه حده له امریکائي استعمار سره خپل اړوندوالی نندارې ته وړاندې کوي؟
ورځپاڼه په دوام کې لیکي ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کونکي محکمې ټیم په ډاګه وئيلي دي ، د دیکتاتور د کار دوام د امریکا لپاره جدي خطره رامینځةکوي .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، غوره ده د امریکا ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه وشي ، چې خپل بهرني سیاست فیصلې او نظرونه دې د واقعیَتونو په اساس برابر کړي او د فکس نیوز او د خپلو فارسي ژبو ژباړنو د خبرونو په اساس دې دومره هم اعتماد نه کوي ،ځکه چې ا وس ئې هم تر ګړنګه رسولی دی .
د سورئې پوځ او دمقاومتي چورلیز ځواک د ادلب ولایت په جنوب کې په میداني پرمختګونو کې ځيني نوره سیمې هم د تکفیری ترهه ګروله سپیرو منګولو آزادې کړي او د د ادلب په جنوب کې د النصره جبهې د ترټولو ستر مرکز مغزه النعمان تر کابو پنځه سوه میټرۍ ته رسیدلي دي .
******************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په تړاو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وروستیو څرګندونو او د اوربند پر موضوع لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، ښاغلی غني په هېڅ وجه حاضر نه دی چې له طالبانو سره جوړه وشي او جګړه ختمه شي.
سرمقاله لیکوونکی له واشنګټن پوسټ سره د ښاغلي اشرف غني د مرکې پربنسټ لیکي، غني د افغانستان روانې جګړې ته ډېر سطحي ګوري، داسې لکه نوموړی چې پر وضعیت ډېر مسلط وي او د طالب په نوم کومه کوچنۍ ډله وي چې کله کله امنیت خرابوي او نور هرڅه ښه روان وي.
خو سرمقاله لیکوونکي ټينګار کړی،چې زمونږ د هېواد روانه ستونزه ډیره لویه او غني له دې ډېر ناتوانه دی چې دغه ستونزه هواره کړي.
سرمقاله لیکوونکي له واشنګټن پوست سره د اشرف غني د مرکې بله خبره دا راخېستې چې ویلي یې دي، "ټرمپ مې ښه دوست دی، هغه زمونږ له کارونو راضي دی، زما په دوره کې تر پنځوس کم امریکایان وژل شوي دي"
دا هغه څرګندونې دي چې سرمقاله لیکوونکي پر افغان ولسمشر اشرف غني سختې نېوکې کړي او لیکلي ئې دي ،د امریکايي اهدافو لپاره په لسګونو زره افغانان قرباني شوي دي.
هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې ولې طالبان له اوربند او د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي له کمېدو وېره لري؟
د سرمقاله لیکوونکي په باور، طالبان لا هم په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دي او له دې وېره لري چې له اوربند وروسته د هرې پېښې په رامینځته کېدو سره به د دوی ترمینځ له خپلمنځي اختلافاتو پرده پورته شي چې هغه مهال به نورې ډلې ترې ګټه واخلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي،د اوربند او تاوتریخوالي دوو نظرونوترمینځ اختلافات یوازې دلته نه خلاصه کيږي بلکې دننه په افغانستان کې هم پدې برخه کې ګڼ اختلافات موجود دي.
هشت صبح په په خپله سرمقاله کې ټينګار کړی، که د سولې لپاره یوه قوي اراده موجوده وي، اوربند به ناممکن نه وي.
او هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو په وروستۍ غونډه کې د اوربند په اړه د نه پرمختګ له امله دا خبرې په ټپه درېدلې دي.
وړاندې راغلي، د تشدد د کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده او په باور یې، د تشدد هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دی.
د سرمقاله لیکوونکي په باور،که طالبان اوربند ونه مني د قطر خبرې بیا هم بې پایلې دي او هلته د طالبانو د استازو په نامه پلاوی د دې ډلې استازولي نه شي کولای، بلکې د دښمنو لورو په ګټه له امریکایانو سره چنې وهي .
د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، ملت سوله او تل پاتې اوربند غواړي او نورې هڅې به بې ګټې وي.