هند لوبډله ۲۳ کاله ورورسته د پنځوس اوریزو لوبو په سیریز کې وایټ واش شوه
Feb 12, 2020 14:37 Asia/Kabul
د هندوستان کرېکټ ملي لوبډله له ۱۹۹۷م کال وروسته په لومړي وار په پنځوس اوریزو لوبو سیریز کې وایټ واش شوه او د سیریز دریواړه لوبې یې وبایللې.
د نیوزیلاند پر وړاندې هند لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز کې په ۳-۰ ماتې وخوړه او ۲۳ کاله وروسته په یادو سیالیو کې وایټ واش شوه.
اوسمهال د نیوزیلاند او هند لوبډلو ترمنځ په نیوزیلاند کې نړیوالې سیالۍ روانې دي، ددوی ترمنځ د ۵ شل اوریزو سیریز هند په ۵-۰ خو د یو ورځنیو سیریز نیوزیلاند په ۳-۰ په خپل نوم کړ.
د یادو درې سیالیو پرمهال د هند لوبډلې تکړه توپ اچونکي جاسپریټ بومرا په هیڅ کومه ویکټه اخیستلو بریالی نه شو، دا د نوموړي لپاره لومړی وار دی چې په یو ورځنیو سیریز کې له ویکټې محرومه شي.
دغه راز ویرات کوهلي هم د یادو درې سیالیو پرمهال یوازې ۷۵ منډې جوړې کړې.
هند لوبډله له دې وړاندې په ۱۹۹۷م کال کې د سریلانکا پر وړاندې، په ۱۹۸۹م کال کې د ویسټ انډيز پر وړاندې، او په ۱۹۸۳م کال کې هم د ویسټ انډيز پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې وایټ واش شوې وه.