د سردار سلیماني د ټرور په هکله د ټرمپ په څرګندونو او د سپینې ماڼۍ په رسمي رپورټ کښې اختلاف
(last modified Sat, 15 Feb 2020 11:37:28 GMT )
Feb 15, 2020 16:07 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني د ټرور په هکله د ټرمپ په څرګندونو او د سپینې ماڼۍ په رسمي رپورټ کښې اختلاف

د سردار سلیماني او د هغه د ملګرو د ټرور په هکله د سپینې ماڼۍ او ټرمپ په خبرو کښې تناقض چې د امریکې د کانګرس یو جګ پوړي چارواکي ترې پرده پورته کړې، ښودنه کوي چې ټرمپ د دغه جنایتکاره اقدام لپاره د یوې پلمې په لټه کښې و.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه په یو جنایتکارانه اقدام کښې د بغداد په هوايي ډګر کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان سردار سلیماني او د هغه د ملګرو د ټرورولو حکم صادر کړ. د ټرمپ له ادعاؤ سره سره اوس د سپينې ماڼۍ د رسمي رپورټ په خپریدو سره په دې لړ کښې څرګند تناقضونه او اختلافات راڅرګند شوې دي.

د امریکې د کانګرس د خارجه کمیټې مشر الیوت انګل Eliot Engel په یوه خبرپاڼه کښې وویل، د سپينې ماڼۍ د رسمي رپورټ مفاد په دې هکله د ډونلډ ټرمپ د ادعا اپوټه دي چې ګني په سردار سلیماني باندې حمله د یو (فوري ګواښ) د مخنیوي لپاره شوې وه. دغه امریکايي قانون جوړونکي ټینګار کړی چې د سپینې ماڼۍ په رسمي رپورټ کښې (قریب الوقوع ګواښ) ته هیڅ اشاره نه ده شوې او دا په ډاګه ښودنه کوي چې د امریکې خلکو ته د دغه هیواد د ولسمشر وړاندې شوې توجیه ناسمه وه. هغه هم داشان په سردار سلیماني باندې د حملې د توجیه لپاره د ټرمپ د استناد وړ قانوني ماده غلطه بللې ده.

له دې مخکښې د ټرمپ د حکومت ځینو چارواکو ویلې وو چې په سردار سلیماني او د هغه په ملګرو باندې ډرون حمله په ۲۰۰۲ کال کښې د هغه تصویب شوې قانون په بنیاد شوې چې په ۲۰۰۳ کال کښې یې په عراق باندې د حملې اجازه ورکړې وه. اِنګل باوري دی چې په دغې قانوني مادې باندې د ټرمپ د حکومت د استناد وجه د خپل دغه کار په هکله کانګرس ته له ځواب ورکولو تیښته ده. د امریکې د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې مشر وویل: حکومت د خپل اقدام په هکله له وضاحته د ډډه کونې لپاره کانګرس ته په غلطه ادعا کړې چې دغه ارګان په ۲۰۰۲ کال کښې د تصویب کړې د عراق د پریکړه لیک له مخې د دغې حملې اجازه ورکړې ده. (دا پلمه) له حقوقي نظره خندونکې ده ځکه چې دغه قانون په ۲۰۰۲ کال کښې له صدام سره د مقابلې لپاره تصویب شو او په ایران یا په عراق کښې د ایران په حکومتي چارواکو پورې هیڅ تړاؤ نه لري.

د امریکې د تیري ګرو او ترهګرو ځواکونو د جنورې د میاشتې په دریمه نیټه د بغداد په هوايي ډګر کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک په قومندان سردار سلیماني او د عراق د حشد الشعبي ځواک په مرستیال ابومهدي المهندس او د هغوي په اتو ملګرو باندې حمله وکړه او هغوي یې شهیدان کړل. د پینټاګان د اعلان له مخې د دغې هوايي حملې حکم ډونلډ ټرمپ ورکړی و. د دغه جنایتکاره اقدام لپاره د امریکې پلمه دا ادعا وه چې ګني سردار سلیماني د امریکایانو او د هغوي د اډو خلاف د حملو د پلاننګ په موخه عراق ته تلی و او د امریکې هوايي برید یو مخه نیونکی اقدام و. دا په داسې حال کښې دي چې د عراق جګ پوړ چارواکو دغه ادعا رد کړی دی. د عراق موقته وزیراعظم عادل عبدالمهدي د جنورۍ په پنځمه نیټه د دغه هیواد د پارلیمان په غونډه کښې وویل چې سردار سلیماني د عراق له خوا عربستان ته د ایران د پيغام د منتقلولو لپاره بغداد ته ورغلی و. هغه ټینګار وکړ چې سردار سلیماني د عربستان هغه لیک ته د ایران ځواب وروړی و چې له دې مخکښې بغدا تهران ته رسولی و.

په دا ډول د واشنګټن د ادعا دروغ والی بیخي په ډاګه کیږي. په حقیقت کښې د ټرمپ حکومت له کابو یو نیم کال مخکښې راهیسې د سردار سلیماني د ټرورولو نیټ درلود او د دې کار لپاره د یو مناسب وخت په تکل کښې و. د ټرمپ د پوځي او امنیتي سلاکارانو له نظره په بغداد کښې د سردار سلیماني او ابو مهدي المهندس د شتون هم مهال والی چې د ایران او عراق د دوو مهمو قومندانانو په توګه یې له داعش سره په مبارزه کښې بنیادي رول درلود او په عین حال کښې په لویدیځې آسیا کښې د امریکې د اهدافو د پوره کیدو جدي خنډونه وو، یو داسې فرصت و چې ضایع کولی یې نه شو او داش امریکایانو په هغوي باندې په ناځوانمردانه حملې سره یو ستر جنایت ترسره کړ.

په حقیقت کښې د دغه کار له سترو پایلو د ویرې په وجه د امریکې د تیرو ولسمشرانو په توګه نه جارج بش د هغه د ترسره کولو جرأت درلود او نه باراک اوباما، خو ټرمپ د یو داسې ولسمشر په توګه ثابته کړې ده چې هیڅ ډول د اټکل وړ کړچار نه لري او د داسې کار پایلو ته له پاملرنې پرته یې دغه اقدام وکړ.

الیوت انګل باوري دی چې د سردار سلیماني د ټرورولو پریکړې له ایران سره شخړه سخته کړې ده او امریکا یې له ایران سره د یو داسې جنګ په درشل ودرولې ده چې د امریکې د خلکو غوښتنه نه ده.

اوس د سردار سلیماني او د هغه د ملګرو د ټرور په هکله د سپینې ماڼۍ او ټرمپ په خبرو کښې تناقض چې د امریکې د کانګرس یو جګ پوړي چارواکي ترې پرده پورته کړې، ښودنه کوي چې ټرمپ د دغه جنایتکاره اقدام لپاره د یوې پلمې په لټه کښې و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه