چین کښې بل خطرناک وایروس رامینځته شوی
(last modified Wed, 25 Mar 2020 00:06:47 GMT )
Mar 25, 2020 04:36 Asia/Kabul
  •  چین کښې بل خطرناک وایروس رامینځته شوی

زمونږ خبریال وايي د چین ګلوبل ټایمز اینټرنیټ پاڼې پرون ولیکل له کورونا وایروس سره د نړۍ د هیوادونو له ښکیلیدا سره سره اوس په دغه هیواد کښې یوه (۱) بله ناروغۍ د زیاتیدا په حال کښې ده .

د چین د یون نان (Yunnan) ولایت د یوه(۱) سړي ازموینې وښودله چې  هغه په هانتا وایروس(hantavirus) ککړ شوی دی .

د چین دغه ښاریز په تیرې دوشنبې ورځ ناڅاپه مړ شو او د  ازموینې په ترسره کولو سره ډاکټران متوجه شول چې هغه د هانتا وایروس له کبله د رامینځته شوي ناروغۍ له کبله مړ شوی دی .

هانتا داسې وایروس دی چې په خورا توګه د موږکانو او نورو کوچنیو ځناورو په وسیله پراخیږي او د پختورکو او د سږو د برخو په شمول د انسان په بدن کښې د بیلابیلو ناروغیو د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي .

 

ټیګونه