امریکا د بیان د ازادۍ اپوټه لاره غوره کړي ده
تاس خبري اژانس وايي د اروپا په امنیت او ملګرتیا موسسې کښې د روسیې استازي السکاندر لوکاشویچ ډاګینه کړه د امریکا ټولنیز اینټرنیټ سایټونه په منظم ډول او د واشنګټن د چارواکو تر کنټرول لاندې هغه غږونه او مطالب چې دوې یې نه خوښوي حذفوي .
هغه د امریکا په فیسبوک ، یوټیوب او ګوګل اینټرنیټ پاڼو کښې د واشنګټن د نه خوښې وړ مطالبو او شیانو سانسور ته په اشارې سره وویل د لویدیځ ټولنیزو رسنیو د بیان د ازادۍ د حذفولو لاره غوره کړي ده .
لوکاشویچ ډاګینه کړه د امریکا حکومت د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ تر ښکلو شعارونو لاندې د اطلاعاتي فضا په منظم ډول د پاکولو کار ترسره کوي او دا د امریکا د ډیموکراسۍ سبک او سټایل دی .
د امریکا یوټیوب اینټرنیټ پاڼې په تیرو څو ورځو کښې د روسي ژبې د دوو(۲) خبري اژانسونو او د کریمه ټیلي ويژن چینل د کتونکو حسابونه یا اکاونټونه تړلي دي .