ریپبلیکن ګوند د ایران پرضد نور بندیزونه غواړي
(last modified Thu, 11 Jun 2020 01:05:01 GMT )
Jun 11, 2020 05:35 Asia/Kabul
  • ریپبلیکن ګوند د ایران پرضد نور بندیزونه غواړي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند غړیو پرون د ایران پرضد د نویو بایکاټونو د لګولو لپاره خپل پلان وړاندې کړ .

د امریکا د ریپبلیکن  ګوند په دغه یوسل یولس (۱۱۱) مخیز پلان کښې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د یمن د انصار الله غورځنګ د شاملولو او  له لبنان سره د امریکا د مرستې د غوڅولو په شمول د ایران په وړاندې د سیاستونو په زمینه کښې سپارښتنې شوي دي .

نوموړي پلان چې د امریکا د ریپبلیکن ګوند د دیارلسو (۱۳) استازیو لخوا په کانګرس کښې د دغه ګوند د مطالعاتو د کمیټۍ لخوا وړاندی شو په حکومت غږ کړی  د ایران په وړاندې سخت بهرنی سیاست غوره کړي .

د امریکا د ریپبلیکن ګوند استازیو په دې سربیره د ایران د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران ، د لبنان له حزب الله او د افغانستان له طالبانو د روسیې د ملاتړ په ادعا سره د حکومتي ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د روسیې د اعلانولو غوښتنه وکړه .

د امریکا دغه تورونه په داسې حال کښې دي چې واشنګټن په خپله له بریتانیا ، فرانسې ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین ، اردن ، اسرائیلو او نورو ډیرو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو په تیره بیا د القاعده او د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي ،پوځي او استخباراتي مرسته کونکي هیواد دی .

 

ټیګونه