اروپايي هیوادونه د کورونا ضد واکسین اخلي
Jun 15, 2020 10:38 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د کورونا ناروغۍ پرضد تراوسه واکسین بازار ته نه دی راغلی خو اروپايي هیوادونو له مخکې څخه د دغه واکسین د اخیستلو لپاره ځانونه چمتو کړي دي .
اروپايي اتحادیې د درملو له جوړونکي شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی کله چې هم د کورونا پرضد واکسین جوړ شي نو د اروپا په لکونو ښاریزو ته به دغه واکسین ورکړل شي .
جرمني ، فرانسې ، ایټالیا او هالینډ له اوس څخه د کرونا ضد میلیونو واکسینونو د اخیستلو غوښتنه کړي ده .
د جرمني د حکومتي سرچینو د وینا پراساس د کورونا ویروس پرضد واکسین به د روان میلادي کال تر پاې پورې جوړ شي .