ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۴-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سرهستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو، دغه ورځپاڼه په ملګرو ملتو کښې د ايران د دائمي استازي له قوله ليکي: د جنرل سلېماني قتل د امريکې د حکومتي ترهه ګرۍ يوه نمونه ده.
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د جنرل سلیماني وژله د امریکې د حکومتي ترهګرۍ ښکاره نښه وبلله او وې ویل دغه جنایتکاره اقدام د امریکې د حکومت د نړیوال مسولیت سبب دے.
هغه پرون د ملګروملتونو د مشر انټونیو ګوتریش او د امنیت شورا مشر ته په بيله بيلو لیکونو کښې دې ته په اشارې سره چې دغه ترهګريز اقدام د امریکې د ولسمشر ترمپ د نیغ په نیغه حکم له مخې ترسره شو تاکيد وکړ د واشنګټن دغه کار د حکومتي ترهګرۍ ښکاره نښه او یوجنایتکاره اقدام دے او د نړیوالو حقوقو د اساسي اصولو په تیره بیا د ملګرو ملتونو په منشور کښې د بیان شویو اصولو ستره خلاف ورزي ګڼل کیږي او د امریکې د نړیوال مسولیت سبب ده .
--------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا وليکل: علي رضا کاظمي ابدي وويل: ایران د سوریې په حقله د کیمیاوي وسلو د منعې د سازمان له پریکړې سره مخالفت وکړ.
د کیمیاوي وسلو د منعې په اداره کښې د ایران دائمي استازي او سفیر علیرضا کاظمي ابدي د سوریې خلاف د دغې ادارې د تحقیق او پیژندنې د ټیم په غرضي او حقیقت مخالفه رپوټ باندې په نیوکې سره دغه کار د یاد سازمان د سیاسي کولو او د غړو ترمینځ یې د اختلاف اچونې په لړ کښې یو ګام وبالۀ او څرګنده یې کړه: دې پریکړې دکیمیاوي وسلود منعې له ادارې سره په ملګرتیا کښې د سوریې په هلوځلو سترګې پتې کړې دي.
--------
د تهران يوې بلې کېهان ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي ځواک قوماندان له قوله وليکل: د ايران فوځي ځواک له هر ډول تيري سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لري.
جنرل عزيز نصير زاده له اسلامي انقلاب سره د استکباري هېوادونو څلوېښت کلنۍ دښمنۍ ته په اشارې سره وويل: د ايران فوځي ځواکونه به په پوره چمتووالي سره د هېواد په خاوره د هيڅ تيري اجازه ورنه کړي.
------
رسالت ورځپاڼې بيا د روغتيا د نړيوالې ادارې د مشر په حوالې سره وليکل: په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو له اوج سره مخامخېدونکې ده.
د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر تدروس آدهم په کورونا وائرس دککړو کسانو د شمیر په زیاتیدو سره پخپل یو ټولنیز پیغام کښې لیکلي دي چې په ټولې نړۍ کښې ډير مثالونه شته چې ښئ که څه هم د کورونا وائرس خپرېدل ډير زیات شوي دي ،خو بیا هم په کنټرولولو سره تر یو حده کمیدې شي .البته د ختمیدو په اړه يې څه نه شوو ويلې .
ورځپاڼې همدارنګ په يو بل خبر کښې وليکل: روسیې او چین د سوریې په هکله پریکړ لیک ویټو کړ.
روسیې او چین پرون د سوریې د مرکزي حکومت له اجازې نه بغېر دغه هیواد ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړ لیک ویټو کړ .
دا دریم ځل دی چې روسیه او چین د سوریې د واکمنۍ خلاف ورزۍ کونکی پریکړه لیک ویټو کوي .
--------
اوس هم د پاکستان له ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼې ته کتنه کوو، دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د پاکستان اطلاعات وفاقي وزير شبلي فراز وویل: پاکستان او مالي فساد يو ځاے نه شي چلېدې. هغه زياته کړه په مالي فساد ککړ هيچا سره به نرمۍ ونه شي او د ثبتونو په رامځته کېدو سره به ورسره سخت چلند اوشي. شبلي فراز تاکيد وکړ د حکومت مخالف قوتونه په مالي فساد کښې د نيول کېدو له ويرې په خپلو کښې سره يوځاے شوي دي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د دغې صوبې د اطلاعاتو د وزارت مرستيال اجمل وزير د اشتهاراتو په سر د کمېشن اخېستلو د جرم په ثابتېدو له خپل پوسټه لرې کړ.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د داتا صېب دربار کښې د ځان وژونکې حملې عامل ته د سهولت په ورکولو او بارودي مواد اېښودو د جرم په ثابتېدو په وجه د ترهه ګرۍ خلاف محکمې د شبقدر سيمې محسن ته دوه ځل د عمر قېد سزا واوروله.
----------
د اسلام اباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل، په هېواد کښې له غريبو او نادارو خلقو سره مرسته د ده د حکومت وړومبنۍ ترجيح ده، هغه زياته کړه د هېواد د معيشت ښه کول غېر روايتي هواري ته ضرورت لري.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د هندي ځواکونو په لاسو دوه کشميريان ووژل شول.
---------
اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه وېسا ورځپاڼې ته لاس کړوو، دغه ورځپاڼه ليکي: د امریکې حکومت افغانستان ته د مرسته شویو پیسو یوه د پام وړ برخه پخپله غلا کوي.
د دغې ورځپاڼې د ليکنې له مخې د (ون ورلډ، او آف-ګارډین) رسنۍ په یوه اوږده مقاله کې پر امریکایانو تور لګولی دی چې هغه پیسې چې په افغانستان کې د بیا رغاونې او امنیت لپاره ځانکړې کوي، یوه د پام وړ لویه برخه یې هیڅ له امریکا څخه هلته نه دي لیږل شوې.
په افغانستان کې د ناټو او امریکا د شتون په نږدې دوو لسیزو دوره کې، واشنګټن په رسمي ډول سره یوه زیاته اندازه پیسې د امنیت سره د مرستې او په هیواد کې د پرمختګ د لګښتونو لپاره یوه د پام وړ انداره زیاتې پیسې ټاکلې وې.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې په تخمیني ډول سره افغانستان ته ۱۳۰ بیلیونه ډالر را لیږل شوي ؤ. په دې اړه د سیګار مشر جان سوپکو ویلي دي چې، سندونه ښيي چې له مرستو څخه یوه د پام وړ برخه په امریکا کې پاتې شوې ده. بل لوري د یاد فساد څخه په یوه بله لیکنه چې په یوه ترکي رسنی (ادینلیک) کې چاپ شوې ده هم د افغانستان د فساد موضوعات تایید شوې او پرده ورڅخه پورته کوي. مقاله لیکي چې د امریکایانو له لوري فساد افغانستان ته د ټاکلو مرسته شویو پیسو په داسې سختو اقتصادي شرایطو کې چې هیواد له یادو اقتصادي او سیاسي لانجو څخه د ځان را ایستلو هڅې کوې دا چارې لا ستونزمنوي.
مقاله ليکونکې بيا د امریکا د نړیوال پراختیايي ادارې (USAID) یادونه کوي چې پوره نیمايي برخه یا ۵۰٪ فساد کوي. مقاله لیکونکی وړاندې ځي او په دې برخه د افغانستان د مالیې وزارت او ور سره په همدې برخه کې د نړیوال صندوق پیسو ته هم ګوته نیسي چې څه ډول له یادو پیسو څخه په ورته ډول سره ناسمه ګټه اخیستل کیږي.
ورځپاڼې بيا د يو خبر له مخې د طالبانو له قوله ليکلي دي: د روسیې د پیسو د انعامونو د تورونو تر شا د افغان استخباراتو لاس دی.
د ورځپاڼې په قول طالبانو پر افغان حکومتي استخباراتو تور لګولی دی چې هڅه کوي بهرنيان دلته پاتې شي. د طالبانو له قطر دفتر څخه ملا خیرخواه له الجزیرې تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی له روسانو څخه د امریکایانو د وژلو پر سر پیسې اخیستې. بل لوري ته نوموړي زیاته کړې ده چې دوی پر روغتونونو بریدونه نه کوي، هغه د ملکي بیګناه خلکو په وژنو کې حکومتي استخبارات پړه وبلل. تر دې مهاله حکومتي چارواکو دده پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
-------
بله طرف ته دی هېل ورځپاڼه لیکي، دامريکې په سنا کې ډیموکراټان وایي، دوی غواړي چې د هغه یاداشت کاپي وګوري چې استخباراتو ولسمشر ټرمپ ته سپارلې و او پکې ادعا شوې ده چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړې دي.
ډیموکراتانو دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې راپورونه وایي، استخباراتو ولسمشر ټرمپ له دې مسئلې د فبروري په لومړیو کې خبر کړی و خو ده د روسیې پرضد هېڅ څه نه دې کړي.
هېل ورځپاڼه لیکي، په هغه لیک کې چې ډیموکراتانو سپینې ماڼۍ ته استولی دی، راغلي دي چې په بهر کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب د ملي امنیت د سلامتیا لپاره لومړیتوب لري او د کانګرس غړي باید پوه شي چې څه شوې دي.
ډیموکراټانو له سپینې ماڼۍ غوښتې دي چې دا معلومات د جولای تر اوولسمې له دوی سره شریک کړي.
په ورته وخت کې یې د امريکې دفاع وزیر او استخباراتو د مشر په ګډون یو شمېر چارواکي د دې قضیې په تړاو سنا ته ورغوښتې دي.
دفاع وزیر مارک ایسپر او د لوی درستیزانو مشر مارک میلي د همدې موضوع په تړاو د پنجشبې په ورځ استازیو جرګې هم یوې استماعیه غونډې ته وربللي وو.
--------