په فلسطین کې د اورپایي اتحادیې استازی: مونږ د لودیځې غاړې یوځای کول په رسمیت نه پیژنو
(last modified Thu, 16 Jul 2020 03:18:00 GMT )
Jul 16, 2020 07:48 Asia/Kabul
  • په فلسطین کې د اورپایي اتحادیې استازی: مونږ د لودیځې غاړې یوځای کول په رسمیت نه پیژنو

په فلسطین کښې د اروپایي اتحادیي استازي خبر ورکړ، دا اتحادیه د اردن سین د لویدیځې غاړې سیمې د یوځای کولو طرحه یا دارنګه نورې یوازنې طرحې په رسمیت نه پیژني.

د فلسطین خبري آژانس سما د راپور له مخې، په فلسطین کښې د اروپایي اتحادیي استازی اسون کان فن بورګسډرف Sven Kühn von Burgsdorff په رام الله کښې د فتح غورځنګ د مرکزي کمیټۍ د مشر مرستیال سره په کتنه کې وویل: د اروپا اتحادیه د یوځای کولو طرحه او یا هر هغه یو اړخیزه اقدام چې سیمه ناامنۍ سره مخامخ کړي په رسمیت نه پیژني.

هغه ټینګار وکړ، د اروپا اتحادیې غړې هیوادونه د فلسطین د خلکو او د خپلواکه فلسطین هیواد په جوړولو کې د هغوي د حقوقو د ملاتړ لپاره ولاړ دي.

صبري صیدم هم په دې کتنه کې وویل: فلسطیني ډلې او غورځنګونه د صهیونیسټي رژیم چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېږي مخې ته په یو صف کې متحد ولاړ دي.

 

ټیګونه