مایک پمپئو او عبدالغنی برادر خبرې وکړې
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې وکړې .
په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا ، د بندیانو د خوشي کولو او د هیواد د روان حالت په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
دغه خبرې په داسې حال کښې شوي دي چې تراوسه د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا لپاره نیټه نه ده ټاکل شوي .
د طالبانو د بندیانو خوشي کول د بین الافغاني خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د دغه ډلې یو (۱)مهم شرط دی .
ټاکل شوي ده چې د طالبانو د څلور سوه (۴۰۰) بندیانو د برخلیک په هکله د فیصلې د غوره کولو په هدف سره په راتلونکي جمعې ورځ د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي .
امریکا چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په چوکاټ کښې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا مخکې د دغه ډلې د ټولو بندیانو د خوشي کولو په ژمنې سره د افغانستان د ملي پخلاینې پروګرام ته غوټه اچولي ده هڅه کوي ځان په دغه هیواد کښې دجنګ له جبۍ څخه وژغوري .