په امریکا د غیرقانوني نړیوالو بندیزونو په دلیل د آسټریا نیوکې
(last modified Sun, 16 Aug 2020 10:04:39 GMT )
Aug 16, 2020 14:34 Asia/Kabul
  • په  امریکا د غیرقانوني نړیوالو بندیزونو په دلیل د آسټریا نیوکې

د امریکا یو اړخیز پال سیاستونه لامل شوي څو حتی د اروپائی هیوادونو پشمول د و اشنګټن متحدان هم د ټرمپ په اقداماتو اعتراض وکړي .

امریکائي چارواکي په داسې حال کې د بیلابیلو هیوادونو په وړاندې  خپلو یو اړخیزو او ګوت وهونکو سیاستونو ته دوام ورکوي ،چې  د مختلفو هیوادونو چارواکي په دغه کړچار سخت خپه دي  او دا د ډله ایزو ګټو په خلاف او د څو اړخیز پالنې مخالف اقدام ګڼي ،په دې لړ کې د آسټریا ولسمشر د پاریس د موافقې  او د نورډ  اسټریم 2 نومې  دګیسو د پروژې  په ضد د دوي دبندیزونو پشمول  په نړیواله سویه  له موافقو د بیا بیا وتلو په دلیل  په واشنګټن نیوکې کړي دي .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په تیرو څلورو کلونو کې د :امریکا لومړۍ : په شعار سره او  د امریکا په ګټو په ټينګار سره  په نړۍ کې په څواړخیزو کړچارونو او ډيری سیاستونو  سترګې پټې کړي دي .او په همدې لړ کې امریکاله ځينو نړیوالو  ادارو او اورګانونو وتلې او ډيرې  څو اړخیز ې موافقې ئې تر پښو لاندې کړي دي .

 د پاریس د آب وهوا له تړونه،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې،د ملګروملتو د بشري حقوقو له شورا،د مینځ واټنه ا یټمي ځواک له تړونه ،د آټلانټيک  له دوه اړخیز تړونه  د امریکا وتل ،  په دغو موردونو کې شامل دي. په وروستیو میاشتو کې  هم   د کرونا ویروس له خوریدا او پایلو سره سره ئې، امریکا د نړیوالو غوښتنو او سیاستونو په ضد په یوه کرغیړن او یو اړخیز  اقدام کې  د روغتیا له نړیوالې ادارې هم ووتله . د امریکا یو اړخیز پال سیاستونه لامل شوي  څو حتی د اروپائی هیوادونو پشمول د و اشنګټن متحدان هم  د ټرمپ  په اقداماتو اعتراض  وکړي .

د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن د څو اړخیز پالنې په کمزوری کولو کې  د امریکا او ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ په سیاستونو په نیوکو سره  وئيلي دي ،د څواړخیز پالنې د سیاست کمزوري کول  کومه نوي خبره نه ده ، او امریکاد ټرمپ  واک ته د رسیدو له وخت راهسې  د ډيرو نړیوالو اورګانونو او ادارو په نسبت  له خپلو ژمنتیاؤ  سرغړولی دی .

په وروستیو اونیو کې د نورډ اسټریم دوه  نومې پروژې په باب د امریکائي چارواکو غلیمانه او نوی دریځونو  یو ځل بیا  د اروپائي چارواکو غوسه راپارولې ده .. د  دوي له نظره ، د واشنګټن  دغه ډول ګواښونه ، د اروپا په داخلی چارو کې  لاسوهنې  حسابیږي . له دې امله نه یوازې  ددغې پروژې  د یوه تر ټولو اصلی شریک په توګه  دجرمني چارواکو  غبرګون ښودلی ، بلکې د آسټریا پشمول د  نورو اروپائي هیوادونو چارواکو هم  خپل خپګان اعلان کړی دی .  له اروپا او  چین سره دتجارتي جنګ  پيلول ، د موبایل ټيلیفونونو د نوي ماډل  نندارې ته د وړاندې کولو لپاره د چین له هواوي شرکت سره   دتجارتی  تړونونو د تړلو په وړاندې  د  اروپائي هیوادونو  ګواښل او د چین د ځینو شرکتونو  په وړاندې د ځينو محدودیّتونو اعمالول  په وروستیو میاشتو کې د امریکا ځينی کرغیړن اقدامات دي .

په وروستیو څو کلونو کې  د امریکا کرغیړن  چلندونو او یو اړخیز پالنې د نړۍ په ډيرو هیوادونو او  سیمو کې  ثبات له مینځه وړی دی  چې دا موضوع  د نړیوال امنیّت لپاره د یوې خطرې په معنا شمیرل کیږي،همداراز د ایران ، ونزویلا او روسیې پشمول  پر ځينو هیوادونو د بندیزي  سیاستونو اعمالول  په اقتصادي او سیاسی زمینو کې د مشکلاتو د لازیاتولو سبب شوي دي ،یوه داسې موضوع چې په ډيرو موردونوکې له نړیوالو او د بشري حقوقو له قوانینو سره  توپیر لري . د امریکا طبی او درملیزو بندیزونو، همدا اوس  په ډيرو هیوادونو کې له کرونائي بحران سره مبارزه  ګرانه کړې ده .

 د  امریکا د یو اړخیزپالو اقداماتو د منفي اغیزو په باب د ملګروملتو ځانګړي رپورټرې  لنا دوهان  هم وئيلي دي،د هیوادونو په ضد یواړخیز بندیزونه باید لغوه شي  یا لږترلږه کم شي،څو دکرونا ویروس دخوریدا په  مرحلې کې  خلک د  ځان د خوندي ساتلو لپاره ویروس ضده موادو  او لومړنیو ضرورتونو ته  دلاس رسي توانمنۍ  ولرل شي .

 که څه هم امریکاهڅه کړې ده،په یواړخیزو سیاستونو او دنورو هیوادونو په چارو کې په لاسوهنې سره پر نړیوالو  خپله برلاسي  ومني،خو د نړیوال نظام  بدلونونه ښئ چې د امریکاکړچار،اساسا،د نړیوالو بهیرونو او نړیوالو چاپیریال  په  واقعیَتونو مشمتل نه  دی .په حقیقت کې د ټرمپ کړچارونه او اقدامات  په نړیوال ډګر کې د امریکا د ورځ تر بلې د محبوبیت د کمیدا او  د منزوي کیدا احتمال لازیات کړی دی ؛ لکه څنګه چې د واشنګټن  اروپائي  متحدانو هم اوس د نیوکو لپاره  خولې وازې کړي دي .

 

ټیګونه