ورځپاڼو ته کتنه 18-6-99
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
وړومې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله يې ليکلي دي: د ايران خلق به د امريکې بدماشۍ ته غاړه کيږندي، ډاکترحسن روحاني پرون په تهران کښې د سویټزرلینډ د خارجه وزیر ایګنازیو کاسیس Ignazio Cassis په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې د هیوادونو په تعلقاتو کښې معیار باید نړیوال اصول او د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړ لیکونه وي، څرګنده کړه: امریکا له کلونو راهسې د ایران د جمهوري اسلامي نظام د ختمولو او زمونږ په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې په لټه کښې ده.
هغه په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې ایران په نړیوالو اصولو او څواړخیزو موافقو پابند پاتې شوے دے، څرګنده کړه: هر کله چې امریکایان فیصله وکړي چې له خپلو تیروتنو لاس واخلي او د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک او ایټمي موافقې ته راستانه شي، لار ورته خلاصه ده.
په دغه ملاقات کښې د سویټزرلینډ خارجه وزیر هم د خپل هیواد او ایران ترمینځ د سیاسي او سفارتي تعلقاتو د شروع کېدو سلمې کلیزې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو تعلقات ډیر ښۀ او صمیمانه وبلل او په ټولو برخو کښې د دغوتعلقاتو په پراختیا او ژورتیا یې تاکيد وکړ.
----------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند په نقل سره وليکل: په بهرنی سیاست کښې انډول د ایران د ډیپلوماسۍ یواصل دے.
سعید خطیب زاده د دې خبرې په کولو سره چی له هند سره د ایران تعلقات څو لایه او ژور دي ، وویل تهران یو بهرنې سیاست لرے چی پکښې دفاعي ، کلتوري، علمي او عمومي ډیپلومسي هر یو خپل ځاے لري .
هغه پرون تهران ته د هند د دفاع د وزیر د سفر د اهمیت او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د هغه د تاثير په اړه جوته کړه ایران په سیمه کښې د یو اصلی قوت په توګه د سیمې د ثبات او صلحې په ټینګولو کښې خپل رول لوبوی او په دې زمینه کښې له ګاونډیو هیوادونو سره رغنده ملګرتیاوې لري .
--------
همدارنګ اطلاعات ورځپاڼې د ایران د خارجه وزیر د اقتصادي ډيپلومېسۍ د چارو مرستیال په حوالې سره وليکل: د افغانستان له لارې مینځنۍاېشیاته د ایران دسامانونو دصادریدو چینل جوړ شو، غلام رضا انصاري په تهران کې د بهرنیو اقتصادي تعلقاتو د غږملونکې کمیټۍ د غونډې ترڅنګه د کابل تهران تجارتي تعلقاتو پراختیا ته په اشارې سره روښانه کړه ، له افغانستان سره د اقتصادي تعلقاتو د پراختیا لارې او د تاجرانو په وړاندې مشکلات په دغه غونډه کښې جاجول شوي دي .
انصاري د دې خبرې په کولو سره چې له افغانستان سره د ایران تجارت په سیمه کښې د تجارت دويمه اندازه لري ، وئیلي دي ، په وروستیو کلونو کښې د دو اړو هیوادونو تجارت د پام وړ وده کړې ده او همدغه وده کونکې بهیر د ګاډو د تګ راتګ په شمول په پولو کښې د ځینو مشکلاتو د رامینځةکیدو سبب شوے دے .
ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د خاشقجي د قتل د مجرمانو حکم صادر شو.
سعودي څارنوالۍ پرون په یوه خبرتیا کښې وویل: د جمال خاشقجي د قتل د جرم خصوصي اړخ د هغه د کورنۍ له خوا په بخښنې سره پاې ته ورسید او د جرم د عمومي اړخ په لړ کښې پنځه تنه محکومان په شل شل کاله بند، یو کس په اوه کاله او دوه تنه هم په لس لس کاله زندان محکوم شوي دي.
د خاشقجي اولادونو د خپل پلار قاتلان په داسې حال کښې بخښلې دي چې د هغه له وژل کیدو راهیسې يې له سعودي عربستانه د وتلو اجازه نه درلودله.
----------
او ايران نومې ورځپاڼې بيا د ملګرو ملتو له قوله وليکل: د جمال خاشقجي د وژلې په اړه صادر شوي احکام قانوني او اخلاقي روا والې نه لري.
له قضايي چوکاټه د وتلو اعدامونو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې د منتقد سعودي جرنلسټ جمال خاشقجي د قتل د دوسیې په حقله د سعودي د محکمې حکمونه ناروا وبلل.
اګنس کاراماردAgnes Callamardh تیره شپه د خاشقجي د کیس بهیر او صادر شوي احکام په عدالت پورې ملنډې وبللې اوتاکيد یې وکړ چې د هغه د وژلې د دوسیې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر له انصاف، عدل او شفافیته خالي ؤ.
د جمال خاشقجي چنغلې خدیجه چنګیز هم دغه صادر شوي حکمونه ملنډې او خندونکي بللي دي.
--------
اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه ليکي: په پاکستان کښې تعليمي ادارې به په مرحله واره توګه له راتلونکې هفتې څخه پرانستل شروع شي. ورځپاڼې د وفاقي حکومت د حکم له مخې وليکل، پوهنتونونه، کالجونه او سېکنډري سکولونه به د ستمبر له پينځلسمې، مېډل سکولونه له درويشتمې او پرائمري سکولونه له دېرشمې پرانستل شروع شي، د حکم له مخې پکار دي په تعليمي ادارو او ټرانسپورټي سروسونو کښې د طبي احتياطونو خيال ساتل او ماسکونه اچول لازمي شول، همدارنګ تبه، زکام، ټوخي لرونکي طلباء به په تعليمي ادارو کښې نه شي پرېښودل کېدې.
ورځپاڼې په خپل تازه خبرونو کښې وليکل، د خېبر پښتونخوا صوبې په مهمندو سيمه کښې د ماربلو د کان په کښېناستېدو سره له شلو زيات مزدوران مړۀ او يو شمېر نور هم ژوبل شول.
ورځپاڼې د چين د حکومت له قوله وليکل، اروناچل پرديش سيمه د هند برخه نه بلکه د چين د تبت جنوبي سيمه ده، د چين د حکومت په دغه بيان کښې وويل شول چې په ياده سيمه کښې د هند د پينځو هندي وګړو د بې درکه کېدو په اړه هيڅ معلومات نشته.
-----------
د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان کښې په يو لړ عملياتو کښې وسيم زکريا نومې خطرناک ترهه ګر له خپلو پينځو کسانو سره ووژل شو او لس تنه نور هم ونيول شول.
ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له قوله ولیکل چې نوموړے ترهه ګر له دېرشو نه په زیاتو ترهه ګريز عملياتو کښې لاس لرۀ.
او د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په لاهور، کراچۍ او کوئټه کښې د غونډو جوړولو اعلان وکړ، هغه اندېښنه څرګنده کړه چې په پاکستان کښې د اسرائيلو د تسليمولو خوزښت مخ په زياتېدو دے او نن ځينې د اسرائيلو د سفير کردار ادا کوي،خو هيڅکله به د اسرائيلو د تسليمولو اجازه ورنکړې شي.
-----------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د سعودي سرچينو له قوله وليکل،په دغه هېواد کښې د کعبې د امام د قتل منصوبه ناکامه شوه، د خبر له مخې يو وسله وال کس د کعبې د امام د قتل په انتظار کښې ؤ خو امام له خپل مقرره وخت نه په ځنډ سره د راتلو په وجه له قتل څخه وژغورلی شو او وسله وال کس په تېښته کښې کامياب شو، سعودي چارواکو د دې خبر په تائيدولو سره وويل چې دغه کس د هغې شپږ څلوېښت کسيزې ډلې غړے ؤ چې د ۲۰۱۶ کال د جولائۍ په پينځمه نېټه يې په نبوي جومات حمله کړې وه، چارواکو زياته کړه چې په دغه ډله کښې دوه دېرش تنه سعوديان او څوارلس تنه له پاکستان، افغانستان، يمن، مصر، اردن او سوډان سره تعلق لري.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، اروپائي اتحاديې په ترکيې باندې دبنديزونو لګولو خبردارے ورکړ، دغې اتحاديې وويل له يونان او قبرص سره د لانجو په زياتېدو سره سيمه د جنګ په لور روانه ده، په خبر کښې د اروپائي اتحاديې له قوله ويل شوي دي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جارحانه قوم پرستۍ په سياست عمل کوي، همدارنګ ويل شوي دي د اروپائي اتحاديې د راتلونکې مياشتې دغونډې په اېجنډا کښې به د ترکيې قضيه په سر کښې راوستل کيږي.
او ورځپاڼې د افغان ولسمشر د مرستيال امرا... صالح له قوله وليکل، له طالب ډلې سره په خبرو اترو کښې به په دائمي جنګ بندۍ تاکيد کيږي، هغه زياته کړه د طالبانو وړومبنۍ آزمائنه د دائمي جنګ بندۍ ټينګول دي چې له دې نه به د طالبانو د صلحې د خبرو اترو د سنجيدګۍ پته ولګي، هغه وويل مونږ تره هغه وخته د قطر دوحې ته لاړ نه شو چې ترسره ټولې چارې ترسره نه شي، امرا... صالح زياته کړه د صلحې د خبرو اترو د اوږدېدو اندېښنه موجوده ده.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د خېبر پښتونخوا لنډي کوتل کښې ټرانسپورټرانو احتجاجي مظاهرې وکړې او د پاکستان او افغانستان ترمېنځ نړيواله لويه لار يې د عامه ټرېفک په مخ وتړله ، ټرانسپورټرانو د پوليسو په خلاف د نعرو په وهلو سره هغوي له ګاډو څخه په رشوت اخېستلو تورن کړل.
----------