ټرمپ قصدا کورونا ویروس خطرناک نه دی بللی
(last modified Thu, 10 Sep 2020 11:01:24 GMT )
Sep 10, 2020 15:31 Asia/Kabul
  • ټرمپ قصدا کورونا ویروس خطرناک نه دی بللی

زمونږخبریال وايي په تېره اګسټ میاشت کې ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: "د باب ووډورډ کتاب به دروغ وي، لکه تل چې نور کتابونه هم دروغ وي."

مخکې له دې چې کورونا وبا امریکا وځپي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ویل شوي وو، چې کورونا وېروس تر انفلونزا ډېر وژونکی دی، خو د یوه نوي خپاره شوي کتاب پربنسټ، ولسمشر ټرمپ کورونا وېروس کم ګڼلی و.

خبریال باب ووډورډ، چې د "واټر ګېټ" رسوايي یې  ایشوا  کړې ده، د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۰ تر جولای میاشتې له ولسمشر ټرمپ سره ۱۸ مرکې کړې دي.

په نوي کتاب کې راغلي، ټرمپ خبریال ووډورډ ته ویلي، مخکې له دې چې امریکا کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شي، دغه وېروس "وژونکی" دی.

د کتاب له مخې، ټرمپ ځان ته دا توجیه ورکړې چې ګنې "غوښتل یې د امریکایانو له وېرولو ډډه وکړي." ټرمپ دا کتاب "دروغ" بللی دی.

په تېره اګسټ میاشت کې ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: "د باب ووډورډ کتاب به دروغ وي، لکه تل چې نور کتابونه هم دروغ وي."

ټرمپ ویلي دغه خبریال "داسې یو مدعي دی چې ویلو ته هېڅ ښه شی نه لري."

د تېرې چارشنبې په ورځ ځینو امریکايي رسنیو د ټرمپ او ووډورډ د مرکې ځینې برخې خپرې کړې دي چې د وبا، عراق او نورو مسلو په اړه پکې غږېدلی دی.

د (غوسه Rage) په نامه د راتلونکې ډیسمبر پر ۱۵مه د دغه خپرېدونکي کتاب ځینې مهمې برخې دا دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د وېروس په اړه

له ووډورډ سره په مرکو کې ټرمپ دې ته هم اشاره کړې چې د ناروغۍ خطر ورته مالوم دی، خو په ښکاره یې اعلان ونه کړ.

د دغو مرکو پربنسټ، ټرمپ په تېره فبرورۍ میاشت کې ووډورډ ته ویلي چې "کورونا وېروس تر انفلونزا ډېر وژونکی دی."

د یادې میاشتې وروستیو کې، ټرمپ ویلي وو، وېروس "تر ډېره مهار شوی" او مثبتې پېښې کابو صفر ته راښکته کېدونکې دي. نوموړي دا هم ویلي چې انفلونزا تر کوویډ-۱۹ ډېره خطرناکه ده.

د مارچ پر ۱۰مه د کپیټل هېل په اړه ټرمپ ویلي: "یوازې ارام پاتې شئ. وېروس به ختم شي."

نهه ورځې وروسته او څو ورځې پس له هغه چې سپینې ماڼۍ د وبا له کبله د ملي بېړني حالت اعلان وکړ، ټرمپ وویل: "تل مې غوښتل چې د وبا خطر ټیټ وښیم. لا هم غواړم ټیټه یې وښیم؛ ځکه نه مې غوښتل وارخطايي جوړه کړم."

 

ټیګونه