ملګروملتونو کښې د ټرمپ له وینا وروسته د امریکا او د چین ترمینځ د تاوتریخوالي زیاتیدل :-
(last modified Wed, 23 Sep 2020 12:02:48 GMT )
Sep 23, 2020 16:32 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو کښې د ټرمپ له وینا وروسته د امریکا او د چین ترمینځ د تاوتریخوالي زیاتیدل :-

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ولسمشرۍ د لومړي(۱) پړاو په اخري وینا کښې د خپلې وینا چورلیز چین او ایران وګرځوه او ادعا یې وکړه چې واشنګټن د ایران له ډيرې بدې اټومي موافقې وتلی دی او د تهران پرضد مو سخت بایکاټونه اعمال کړي دي .

ټرمپ دغه راز په خپلې سختې وینا کښې یوځل بیا چین مخاطب وګرځوه او کورونا ویروس یې د چین لخوا جوړ شوی وباله .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې سره چې واشنګټن له یوه (۱)پټ دښمن( یعني د چین له ویروس ) سره د مبارزې په حال کښې دی ټینګار وکړ چین د یوه(۱) داسې هیواد په توګه چې د کورونا ویروس د خپریدا عامل دی باید ځواب ووايي او ملګري ملتونه باید له پیکینګ څخه پلټنه وکړي .

په تیرو څو کلونو کښې د امریکا او د چین اړیکې له ډیرو تاوتریخوالو سره مخ دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ ژبنی او تجارتي جنګ زیات شوی دی .

په تیرو څو میاشتو کښې د کورونا ویروس خپریدل او د دغه ناروغۍ ورانونکي اغیزونه له یوې خوا او په مخه نیونکو اقداماتو او درملنې کښې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د حکومت ګرم کیدل(مقصر ګرځیدل )  له بلې خوا سبب شوي دي چې دغه ویروس هم د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (who) او د چین له چارواکو سره د ژبني جنګ د پیلولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره یو(۱) لاسوند ووسي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د هیواد د عمومي افکارو ، شخصیتونو او کارپيژاندو لخوا له نیوکې سره مخ دی نن سبا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو نږدې کیدا ته په پام سره له مخکې څخه زیاته هڅه کوي خپل ځان په حقه وښيي او چین ګرم(مقصر) وګڼي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په  چین باندې تور لګوي چې د   کورونا  ناروغۍ په اعلانولو کښې یې ځنډ کړی دی او سمې شمیرنې یې هم نه دي وړاندې کړي .

په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړیدا له کبله د وژل شویو کسانو شمیر اوس له دوو لکو(۲۰۰۰۰۰) کسانو زیات شوی چې دا په نړۍ کښې ترټولو لوړه شمیره ده .

د ضروري طبي امکاناتو نشتون او د درملنې د لګښتونو د زیاتوالي په دلیل درملو او درملنې ته د امریکا د ټولو پرګنو نه لاسرسی او دغه راز د قرنطینه د مقرراتو او د محدودیت د اعلانولو په لړ کښې له سیاستونو د ټرمپ نه ملاتړ ، په کافي اندازه د کورونا ویروس د تشخیص د کیټونو (kits) نشتون او د کورونا ناروغۍ د تشخیص او د ازموینو د ترسره کولو ډیر لګښتونه سبب شوي دي چې په د دغه ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر زیات ووسي .

داسې موضوع چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت نږدې کیدا ته په پام سره د ولسمشر ټرمپ په کارنامې کښې ستره کمزورتیا ګڼل کیږي .

په دغو شرایطو سره ټرمپ هڅه کوي په یوه(۱) تبلیغاتي جنګ کښې چین د کورونا ویروس د خپریدا عامل معرفي کاندي .

د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(who) یوه(۱) لوړرتبه مقام مایک رایان په دې زمینه کښې وايي دغه ادارې له امریکا څخه داسې هیڅ سند  چې وښيي مطرح شوي ادعا حقیقت لري نه دی ترلاسه کړی .

هغه وايي حتی د امریکا استخباراتي ټولنه چې د هیواد د ټولو استخباراتي او امنیتي ادارو مدیریت کوي ویلي دي کورونا ویروس د بشر په لاس نه دی جوړ شوی یا په جینټیکي اطلاع سره نه دی رامینځته شوی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کورني ډکر کښې هم هڅه کوي په چارواکو باندې په دباو راوستلو سره د  کورونا ویروس تولیدول اعلان کړي او له دغه چارې سیاسي ګټه پورته کړي .

پر دې اساس د ترسره شویو اټکلونو پراساس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن په مقابل کښې د ټرمپ د بریالیتوب چانس د کورونا ویروس په شان ګټونکي پاڼي ته مخه کول دي .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کابو دوه (۲) میاشتې وخت پاتی دی او ټرمپ هڅه کوي په دغه پاتې وخت کښې دوې (۲) مهمې موضوعګانې چې نړیوالې ټولنې او د امریکا په ټولنه کښې له نیوکې سره مخ دي په دوکې سره پټې وساتي لومړۍ له اټومي موافقې د امریکا وتل کوم چې د نړیوالو قوانینو او د څو اړخیزه پالنې پرخلاف کار دی او دوهمه (۲) له کورونا ویروس په مبارزې او کنټرول کښې د خپل حکومت ناکارندوالی خو داسې نه ښکاري چې عمومي افکار دغه کړچار ومني څرنګه چې نظرسنجیانې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ټرمپ د سیال کاندید جوبایډن د بریالیتوب زیات احتمال ورکوي .

 

 

 

ټیګونه