توکمپالنه د امریکا دداخلی ترهه ګرۍ ریښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93757-توکمپالنه_د_امریکا_دداخلی_ترهه_ګرۍ_ریښه_ده
رابرټ فانټینا وئيلی دي ،په امریکا کې توکمپال افراطیان او تاؤتریخجنې ډلې د امنیتی او سیاسی کړیو له ملاتړه برخمنې دي او د امریکا توکمپال ولسمشر ډونالډټرمپ ئې هم تر شا ولاړ دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 25, 2020 10:09 Asia/Kabul
  • توکمپالنه د امریکا دداخلی ترهه ګرۍ ریښه ده

رابرټ فانټینا وئيلی دي ،په امریکا کې توکمپال افراطیان او تاؤتریخجنې ډلې د امنیتی او سیاسی کړیو له ملاتړه برخمنې دي او د امریکا توکمپال ولسمشر ډونالډټرمپ ئې هم تر شا ولاړ دی .

د امریکا یوه مشهور لیکوال اوشناندي رابرټ فانټينا  نن له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  په امریکا کې د داخلی ترهه ګرۍ بهیر ډير خطرناک بللی او خبرداری ئې ورکړ، ددغه هیواد امنیتی ادارو توکمپال کړچار د سپين پوستو د برلاسه کیدا د تفکر  د ودې زمینه جوړونکی  دی .

 رابرټ فانټینا  دغه راز وئيلی دي ،په امریکا کې توکمپال افراطیان او تاؤتریخجنې ډلې د امنیتی او سیاسی  کړیو له ملاتړه برخمنې دي  او د امریکا  توکمپال ولسمشر ډونالډټرمپ  ئې هم تر شا ولاړ  دی .

 فانټينا  دې ته په اشارې سره چې  ټرمپ  پخپلو مناظرو کې د سپين پوستون د توکم دبرلاسه تفکر د پلوي ډلو  له محکومولو ډډه کړې  ده ووئیل ،  د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتي سیالیو کې د ولسمشرۍ لپاره  دکاندیدیدا له وخت راهسې  د ټرمپ څرګندونې  یو ډ ول له توکمپالو څرګندونو سره نغښتي دي . 

 دغه امریکائي لیکوال  وائي په امریکا کې د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې له شکمنې پيښې وروسته ،په دغه هیواد کې مسلمانان تل  ټارګټ شوي دي .

 هغه روښانه کړې ، امریکا دلیبیا هیواد چې زیاتره  مسلمانان دي ، نابود کړ او دیمن د مسلمان هیواد په ضد دسعودي ائيتلاف  دحملې  بشپړ ملاتړ کوي  او دغه راز ئې په افغانستان او عراق کې کړچار هم له چا پټ نه دی  او  هماغه راز  د فلسطین د  ولس په ضد له وحشي او ځيږ ظلم اوکړاؤ څخه  ملاتړ ته هم دوام ورکوي .