د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکي مبهم انتخابات
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93762-د_امریکا_د_ولسمشرۍ_راتلونکي_مبهم_انتخابات
په امریکا کې اوسني سیاسی تاؤتریخوالي ، د ولسمشرۍ د انتخاباتود معمول پیچلتیاؤ ته ورزیاتې شوي دي . ټرمپ په کرتو وئيلی دي ، چې یا په انتخاباتو کې بریالی کیږي یا په انتخاباتو کې درغلي شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2020 11:53 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکي مبهم  انتخابات

په امریکا کې اوسني سیاسی تاؤتریخوالي ، د ولسمشرۍ د انتخاباتود معمول پیچلتیاؤ ته ورزیاتې شوي دي . ټرمپ په کرتو وئيلی دي ، چې یا په انتخاباتو کې بریالی کیږي یا په انتخاباتو کې درغلي شوي ده .

د امریکا د  ولسمشرۍ دانتخاباتو  د سیالیو دتر ټولو وروستۍ اونۍ په درشل کې ،په دغه هیواد کې د ۲۰۲۰کال  دانتخاباتو دبریالي  داټکل لپاره د نظر سنجۍ  ترسره کونکو موسیسو فعالیتونه  ډير زیات شوي دي .

 په وروستیو شپو ورځو کې  د نظرسنجۍ زیاتره موسیسو د ډیموکراټانو د  کاندید جوبایډن په مقابل کې د جمهوری غواړو د کاندید ډونالډټرمپ  واټن په تیره بیا  په  صحنې مشهورو حساسو  ایالتونو کې د دواړو کاندیدانو  واټن  څو فیصده  دکمیدا خبر ورکړی دی . په  عین حال کې  تر دې دمه جوبایډن د امریکا په سویه  په ملی نظر سنجیو  کې  کابو اته فی صدي برلاسه ترلاسه کړی دی .

 په  عین حال کې  دټرمپ په وړاندې  د بایډن  برلاسی حتی  دنومبر په دریمه نیټه  دراي اخستنې  له ختمیدا تر مخکې  یوې مخکې پورې برلاسی ، د جمهوری غواړو پر کاندید د ډيموکراټانو د کاندید دبریالیتوب ضمانت ورکونکی نه دی . ځکه چې  ممکنه ده ، د ۲۰۱۶کال په څير د ډ يموکراټانو کاندید  لازیاتې ولسی رائې  ترلاسه کړي ،خو په نهایت کې ،  دا دجمهوری غواړو کاندید کیدلی چې  د الیکټرال  رایو  په برلاسي باندې  په تکیې سره  د راتلونکو نورو څلورو کلونو لپاره په سپينې ماڼۍ کې پاتې شي .

 البته په امریکا کې  اوسني  سیاسی تاؤتریخوالي ، د ولسمشرۍ  د انتخاباتود معمول پیچلتیاؤ ته ورزیاتې شوي دي . ټرمپ په کرتو وئيلی دي ، چې  یا په انتخاباتو کې بریالی کیږي  یا  په انتخاباتو کې درغلي  شوي ده . په بله معنا ، که ټرمپ   چورلټ بریالیتوب ترلاسه نه کړي ، نو  دجمهوری غواړو  انتخاباتي کمیشن  به په انتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه په تیره بیا  د پُستي  انتخاباتو دبهیر تر پوښتنې لاندې په وروستو سره ، موضوع  عدالت ته وکاږي .  دانتخاباتي شکایتونو دمحکمې  دبهیر پاي  به هم  دفیډرل  لوړ عدالت وي ، هغه اورګان چې  پکې دشمیر له پلوه زوړ پال یا محافظه کار قاضیان زیات دي  . داسې ښکاري ،ټرمپ په انتخاباتو کې د  بریالیتوب لپاره د فیډرال د لوړې محکمې د قاضیانو پر رایو تکیه کړې ده . 

خو  که دالیکټرال کالج  رائ د جمهوری غواړي او ډیموکراټیک دوو کاندیدانو ترمینځ داسې وویشل شي ، چې  هیڅ یو  لږتر لږه دوه سوه اویا رای ونه ګټل شي ، نو  د امریکا د  ورپسې ولسمشر  د ټاکلو مسئولیّت  به د کانګرس په غاړه  شي . په دغه حالت کې  حتی په ورپسې کانګرس کې د ډيموکراټانو د شمیر  له پلوه د  استازو  له زیاتوالي سره سره دبریالیتوب لپاره د ټرمپ  دکامیابۍ چانش  زیات دی . ځکه  هر یو ایالت  به د راي داخستو په وخت  یوازې یوه رایه ولري  او  ایالتونه به  د ډيموکراټو استازو په اکثریّت سره  له ایالتونو څخه د جمهوری غواړو  استازو په اکثریّت سره  ایالتونه لازیات وي .

 په هر حال ، د امریکا د ولسمشرۍ  دانتخاباتو د نظام  ډيرو پيچلتیاؤ ته په پام سره د نظر غوښتنو په اساس  ئې د نتیجو هر ډول اټکل  تقریبا ناممکن  دی. په عین حال کې   داسې بریښي  یوه موضوع به قطعي وي  او هغه دا چې  د ۲۰۲۰کال انتخابات  به له ډيرو زیاتو واټيزو اعتراضونو او تاؤتریخوالو سره  یو ځاي وي .  له همدااوسه  د امریکا  په ځينو ایالتونو او ښارونو کې  کې ددغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو  دنتیجو په ضد  د  واټونو  داعتراضونو د مخنیوي لپاره  امینتی تابیاوې  سختې شوي دي . حتی په ځينو سیمو کې دنومبر په دریمه نیټه  د انتخاباتو په ورځ، د رایو د اخستو د مرکزونو په شاوخوا کې ، د وسله په لاس  کسانو شتون منع کړائ شوی دی . ددې پشمول  دټرمپ جنجالي څرګندونې چې  له بایډن سره ئې په لومړنۍ مناظرې کې  وسله په لاس ډلو ټپلو ته په خطاب کې  وئيلي دي ؛ په څنګ کې ودریږئ او په تمه ووسئ ،په څير جمله ، د امریکا  انتخابات د بلواؤ په لور د کاږلو لپاره یوه اشاره بلل شوې ده .

دې ته په پام سره  چې په وروستیو کلونو کې د داخلی او بهرنیو لاسوهنو  په وړاندې د انتخاباتو سلامتیا او امنیت تر پوښتنې لاندې ورغلی ، داسې ښکاري ،  د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو کې  ماته خوړلی سیاسی بهیر ، نتیجې په آسانۍ سره نه مني  او واټيزو بلواؤ ته مخه  کوي ، یوه داسې موضوع چې ممکنه ده د  امریکا په څو ډوله ټولنې کې غمیزه رامینځة کونکي شي .