د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93825-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينی ورخپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينی ورخپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

 دا هم د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د فرانسې  د رسندوئي ټولنې او دغه راز د خبیثو واکولانو  د رزیلو  اقداماتو ،یعنی د اسلام دګران پیغمبر په شان کې د ګستاخو اقداماتو په غبرګون کې   داسلامی  نړۍ جدی غبرګونونه هماغه راز  دوام لري  او په درستې نړۍ کې اسلامی امت په کلک غبرګون سره ښودلې ده چې  د پيغمبر اکرم په شان کې به ګستاخ پخپلو کرغیړنو کړنو پښمانه  کړي . 

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د فلسطین بې  څوکه خلکو یو ځل بیا د صهیونیسټي وحشي رژيم  د جنایتونو په ځواب کې د  د اور لګونکو غُبارو په لوړولو او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور ئې په لیږدولو سره  د صهیونیستانو خوبونه  ورک کړي  دي .

ملګروملتو په خپل یوه وروستي راپور کې  وئيلي دي ،د روان کال په لومړنیو  نهو میاشتو کې  دافغان عسکرو او  وسلوالو طالبانو ترمینځ په نښتو او بمي چاودنو کې تر دې دمه  کابو شپږزره عامو خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي  او دغه راز ډيری ودانۍ  او تاسیسات هم تباه شوي دي ..

د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي ادارې  موساد مشر یوسي کوهن مدعي شوی آل سعود رژيم په تیره بیا د عربستان ولی عهد  محمد بن سلمان  په دې پسې دی څو  دامریکا  د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته  له تل ابیب سره  په سازباز سره د امریکا نوي ولسمشر ته یوه په زړه پورې ډالۍ ورکړي ..

د فارس خلیج  دڅيړنیز  او مطالعاتو دمرکز په یوه وروستي تحلیل کې وئيل شوي  په اسلامی نړۍ کې  د فرانسې د جوړو شیانو  بایکاټولو  دغه هیواد ته تر دې دمه کابو ۲۲میلیارډ ډالري تاوانونه رسولي دي .

               داهم د تهران  چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران داسلامی شورا محمد باقر قالیباف  په کرونا ویروس ککړ شوی  او له پرون راهسې ئې ځان قرنطینه کړ ی دی . 

 ورځپاڼې په دوام  کې لیکلی دي ،داسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف دملګروملتو دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې په ویډیوئي کنفرانس کې پخپلې وینا کې  وئيلي ، دایران په ضد لازیات اقتصادي جنګ د امریکا لپاره د نفوذ  ډيره کمه ګټه کړې د ه .

د ملګروملتو یوه رپورټر  ریچرډ فالک  ټينګار کړی ،  په امریکا کې  د توکمپالنې  او ځيږو او سپیرو اقداماتو  د له مینځه وړلو لپاره باید  کلک هوډ او جدي اراده ولرل  شي . 

دترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  خپل ملت ته په خطاب کې وئيلي دي ،هیڅکله دې  د فرانسې  جوړ شوي شیان نه اخلي .

بلاخره  امریکا  د کرونائي بحران په وړانډې تسلیم شوې ده ، دامریکا زیاتره ښاریزو په وروستیو شپو ورځو کې په مختلفتو نظر غوښتنو کې  د کروناویروس دخوریدا په وړانډې د ډونالډټرمپ د حکومت  په کړچار خپګان ښودلی او  وئيلي ئې دي ،حتی که جوبایډن هم د واشنګټن د اجرائي معادلاتو په سر کې راشي ، نو بیا به هم امریکا  له کرونائي بحران سره دمقالې قدرت ونه لري .

د لبنان د حزب ا.. . ولسی غورځنګ په یوې وروستۍ اعلامیې کې  وئيلي دي ، له وحشي صهیونیسټي رژيم  سره د اړیکو د عادي کولو موافقې د فلسطین د آزادۍ لپاره د مقاومت پر کلک هوډ هیڅ  ا غیزې نه شیندي .

د امریکا د سپينې ماڼۍ  دملی ا منیت سلاکار اوبراین  وائي چې تر دې دمه د ایران او روسیې په ډير زیات بندیزونه لګول شوي دي  او د نورو بندیزونو د لګولو لپاره نو رڅه خاص فرصت  هم نه دی پاتې  چې ترې استفاده وکړو.

            داهم د تهران  چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د اسلامی  ایران  ولسمشر حسن روحاني  دحکومتي کابینې په ناستې کې  په ډاګه کړې ده ،  د اسلام دګران پيغمبر  سپکاوی ، د درستو مسلمانانو ،نبیانو او  د انساني ارزښتونو سپکاوی دی  چې باید دځيږو  تفکراتو  او بې منطقه  څرګندونو دمخنیوي لپاره انساني ټولنه  یوه خوله  د  جنایتکارو  او وحشي تفکراتو مخه ونیسي .

د نړیوالو  سیاسی چارو یوه کارپيژاند او تکړه شناندي  ناصر ایماني د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډونالدټرمپ د موقعیّت په لړزانه کیدا پسې په سیمې کې د عربستان، بحرین او ځینو نورو پيّلو رژيمونو په څير د ټرمپ  متحدان  او زوړ پال  واکوالان  لالهانده شوي او دا فکر کوي که ټرمپ په انتخاباتو کې بریالی نشي ، نو د دوي  راتلونکی ژوند به له خطرو سره مخامخ شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دامریکا پنټاګان  په لویدیځي  آسیا کې  د داعشي تفکیریانو له ناکامیو وروسته  د افریقائي هیوادونو د تباه کولو دسیسو ته مخه کړې او  پخپل یوه وروستي راپور کې ئې وئيلي دي ،په افریقائي  هیوادونو کې یوه نوي اوخطرناکه داعشي ډله  په راپنځیدو ده .

د ترکیې یوې محکمې د دغه هیواد حکومت په ضد د ۲۰۱۶کال  له کودتا دملاتړ په تورونو  په  استانبول کې  د امریکا د کونسلګرۍ یو کارکونکی  په پنځه کلن بند محکوم کړ .

د تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  دجنګ وزیر بنی ګانټز په یولړ سربداله څرګندونو کې وئيلي دي ، د لبنان حزب ا... د اسرائيلو نه ،بلکې  د دوي خپل مشکل  دی.

د اسرائيلو د اطلاعاتو وزیر  بیګا د خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي  دغه رژيم هڅه کوي ، له عربستان ،قطر ، عمان نیجر  او مراکش پنځو هیوادونو سره  اړیکې ټينګې  کړي .

په تیرو درو ورځو کې د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی او ډرونز یونټونو د دریم ځل لپاره د  عربستان  په آبها هوائي ډګر بریدونه کړي دي .

د چین خارجه وزارت په تائيوان  د امریکا د وسلو د خرڅولو په غبرګون کې وئيلي دي  د ورته ځواب په تمه دې ووسي .

 دایران د نظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې منشي  محسن رضائي په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، هرڅوک په امریکا کې واک ته ورسیږي ، باید د ایران له ملته بخښنه وغواړي او بندیزونه هم ختم کړي .

دامریکا جنجالي  او کرغیړن ولسمشر ټرمپ په یولړ سربداله څرګندونو کې  مدعی شوی  چې  د هغه ناکامول په انتخاباتو کې یوازې په درغلۍ سره  ممکن دي .

د  روسیې  خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  وئيلي دي ، هیڅکله د د نګورنو قره باغ  دشخړط  له پوځي حل لارې ملاتړ نه کوي .

         اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له  انټرنیټه مو راخسي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ځينو  ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره حده د عامو خلکو  مرګ ژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو رپورټ ته په اشارې سره پوښتنه کړې چې د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟

وړاندې راغلي، واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.

لېکوال لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره تړون کوي، نو بیا خو یې په کور دننه جګړه د توجیه وړ نه ده او د جګړې مشروعیت نه شته.ورځپاڼې ټينګار کړی، طالبان باید ومني چې جګړه یې نوره له پخواني مشروعیت څخه لوېدلې ده او حکومت هم باید ومني چې طالبان نور نه ماتېدلی شي او نه هم هېرېدلی شي.

 

 

 

          هشت صبح ورځپاڼي هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه لیکلي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په مرګ‌ ژوبله کې کموالی نه دی راغلی.

وړاندې د طالبانو هغه ژمنه اخېستل شوې چې پکې راغلي، په لویو ښارونو به بریدونه او تاوتریخوالی کموي خو سرمقاله لیکوونکي لیکلي، د مرګ ژوبلې د کمېدو پرځای ورځ تربلې زیاتېږي چې د رپوټ پر اساس د ملکي تلفاتو تر ټولو لویه برخه طالبان جوړوي.

ورځپاڼې لیکلي،که څه هم طالبانو د یوناما راپور رد کړی خو په وینا یې چې د جګړې د ډګر واقعیت ،د طالبانو پر خلاف ادعا ثابتوي.

ورځپاڼې خواشینې ښودلې چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د سولې په پروسیې د خلکو باور له مینځه تللی او هغه هرکلی چې خلکو له دې پروسې کاوه په یو ډول نا هیلې شوي دي.

 

 

         هېواد دولتي ورځپاڼې د میلاد نبي مبارکي ورځې په رارسېدو سره لیکلي، چې سږ کال په افغانستان او نړۍ کې د نبي ص ميلاد په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اسلامي امت تر سختو شکنجو، استعمار، ظلم، او پردۍ تپل شوې جګړې تر سيوري لاندې قربانۍ ورکوي.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې اسلام د سولې، عدالت، برابرۍ، محبوبيت او زړه سوي دين دی، خو په وینا یې چې د دغه دين پيروان په سمه توګه خپل ديني ارزښتونه نه پېژني، همدا ستره ستونزه ده، چې د نړۍ مغرضو او غير اسلامي استخباراتي کړيو ته يې فرصت ورکړی.

لیکوال لیکلي، د نبي ص ښه او غوره نمانځنه په دې کې ده، چې د اسلام اصلي ارزښتونه را برسېره او تر سيوري لاندې يې د برابرۍ او عدالت پر بنسټ سرلوړي ژوندانه لپاره زمينې برابرې کړل شي.