ټرمپ دې د انتخاباتونتیجه ومني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93849-ټرمپ_دې_د_انتخاباتونتیجه_ومني
تر ټولو وروستۍ نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې انتخاباتو ته په پاتې پنځو ورځو کې جوزف بایډن له ټرمپ څخه په کابو اته فی صدي اختلاف سره مخکې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 11:25 Asia/Kabul
  • ټرمپ دې د انتخاباتونتیجه ومني

تر ټولو وروستۍ نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې انتخاباتو ته په پاتې پنځو ورځو کې جوزف بایډن له ټرمپ څخه په کابو اته فی صدي اختلاف سره مخکې دی .

د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي  له ایم ایس این بی سي ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي ،د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ باید د انتخاباتو د ورځې درایو دشمیرنې په باب د شک اوشبهاتو د رامینځةکولو په ځاي  نتیجه ومني .

میرمن پلوسي د ټرمپ د بریالیتوب په وارمخکې اعلان باندې د ډ يموکراټانو د احتمالي غبرګون په باب  دامریکا ولسمشر تورن کړی چې د پُستي رایو دشمیرنې لپاره  دې د لازیات وخت اړتیا تر پوښتنې لاندې په وروستو سره ، تاؤتریخوالی رامینځةکوي .

 د امریکا  دکانګرس مشرې همداراز اټکل کړی،چې جوبایډن به دانتخاباتو ګټونکی وي .

 ټرمپ  له دې مخکې وئيلي وو،چې ترجیح ورکوي،د رایو د دوه اونۍ شمیرنو په ځاي دې د انتخاباتو ګټونکی د راي اخستنې په هماغه شپه اعلان شي .

  د پُستي رایو زیات شمیر ته په پام سره  مسئولو چاروکو  احتمال  ورکړی، چې دا مریکا د انتخاباتو نتیجه  دنومبر په دریمه اعلان نشي .تر ټولو وروستۍ نظر غوښتنې نتیجې  ښئ چې انتخاباتو ته  په پاتې پنځو ورځو کې جوزف بایډن  له ټرمپ څخه  په کابو اته فی صدي اختلاف سره  مخکې دی .