په فرانسې کې دترهه ګرې حملې عامل د اروپایوه افراطي غورځنګ غړی دی
(last modified Sat, 31 Oct 2020 02:08:31 GMT )
Oct 31, 2020 06:38 Asia/Kabul
  • په فرانسې کې  دترهه ګرې حملې عامل د اروپایوه افراطي غورځنګ غړی دی

د فرانسې په اوینیون ښار کې دپنجشنبې په ورځې په ترهه ګرې حملې کې یوه افراطي کس پرپولیسو حمله کړې چې یو کس ئې وژلی او څو نور ئې ټپیان کړي ، له دغې حملې سملاسي وروسته دپولیسو په ډزو کې وژل شوی دی .

 الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی،د  فرانسې په جنوب ختیځ  اوینیون ښار کې  د وروستۍ ترهه ګرې حملې عامل چې یو پولیس پکې وژل شوی،د اروپا  ددفاع یو زوړپال او افراط پال  غورځنګ غړی  دی .

  د فرانسې په اوینیون ښارکې دپنجشنبې په ورځې په ترهه ګرې حملې کې یوه افراطي کس پرپولیسوحمله کړې چې یو کس ئې وژلی او څو نور ئې ټپیان کړي،له دغې حملې سملاسي وروسته دپولیسو په ډزوکې وژل شوی دی .

 داپه داسې  حال کې دي چې څو ورځې مخکې هم یوه افراطي کس  د فرانسې په نیس ښار کې له کلیسا سره نزدې په خلکو باندې په چاقو سره په حملې کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه ، چې  دغه افراطي کس نیول شوی هم دی ،  په دفرانسې کې  د افراطي کسانو دغه ډول پيښې مخ په زیاتیدا دي او وئيل کیږي ، چې  په دغو  پيښو کې ځيني شکمنې  کړۍ لاس لري څو  په خلکو کرکه او نفرت او دغه راز ویره او وحشت خور کړي .

 

ټیګونه