د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید له ټرمپ مخکی دی
د سي این این ټیلي ویژن د نظر پوښتنې پراساس د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن له اوسني ولسمشر ترمپ څخه مخکی دی .
د امریکا په اریزونا ایالت کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د اوسني ولسمشر ټرمپ په پرتله څلور (۴) فیصده مخکی دی او پنځوس (۵۰) فیصده رایو ورکونکو د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن ملاتړ کړی دی او ټرمپ هم د شپږ څلویښت (۴۶) فیصده خلکو ملاتړ لرلی دی .
جوبایډن دغه راز په نارت کیرولینا ایالت کښې هم له ټرمپ څخه مخکی دی او د یوپنځوس (۵۱) فیصده رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی دی او ټرمپ دغه راز پینځه څلویښت (۴۵) فیصده رایې ګټلي دي .
د امریکا په میشیګان ایالت کښې هم جوبایډن په ټرمپ باندې دولس (۱۲) فیصده بروالی لري او جوبایډن د درې پنځوس (۵۳) فیصده او جوبایډن هم د یوڅلویښت (۴۱) فیصده خلکو ملاتړ لري .
د امریکا په ویسکانسین ایالت کښې هم د ډیموکراټ ګوند کاندید په ټرامپ باندې اته (۸) فیصده بروالی لري او جوبایډن د دوه پنځوس (۵۲) فیصده او ټرمپ هم د څلور څلویښت (۴۴) فیصده خلکو ملاتړ لري .
د نوي نظر سنجې پراساس اوسني ولسمشر ټرمپ په ایوا ایالت کښې له جوبایډن څخه اوه (۷) فیصده مخکی دی .
د امریکا په ایوا ایالت کښې ټرمپ اته څلویښت (۴۸) فیصده او جوبایډن هم یوڅلویښت (۴۱) فیصده رایې ترلاسه کوي .
فلوریډا د نهویشتو(۲۹) الیکټرول رایو په ترلاسه کولوسره د امریکا د ولسمشر په ټاکلو کښې مهم رول لري .
ټرمپ پنځوس(۵۰) فیصده او جوبایډن اته څلویښت(۴۸) فیصده رایې ګټلي دي او ټرمپ له بایډن څخه مخکی شوی دی .