په امریکاکې تر دې دمه بایډن د انتخاباتوګټونکی دی
د امریکا څه دپاسه یو سل دوه میلیون کسانو خپلې راي له ټاکلي وخته مخکې صندقونو ته ا چولي دي ،چې په دوي کې پنځه دیرش میلیون او نهه لکه درویشت زره کسانو درایو په مرکزونو کې په شتون سره او کابو پنځه شپیته میلیون او دوه لکه پنځه څلویښت زره کسانو هم د پُست له لارې په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی دی .
زمونږخبریال د فکس نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۰کال د انتخاباتو د ترټولو وروستیو نتیجو په اساس چې پرون ترسره شوي دي ،دډيموکراټانو کاندیدجوبایډن د ډونالډټرمپ د ۲۱۳ الیکټرال رایو په مقابل کې د الیکټرال کالج په ۲۳۸ رایو سره مخکښ دی .
فکس نیوز خبری چینل راپور ورکړی ،جوبایډن تر دې دمه نهه څلویښت اعشاره اوه ولسی رائې او ډونالډټرمپ هم اته څلویښت اعشاریه شپږ فی صدي ولسی رائي ګټلی دي .
دا هم وئيل شوي دي ، چې ټرمپ شمالي کارولینا ، پنسلوانیا ، جارجیا ،میشیګن او ویسکنسن حساسو ایالتونو کې په شمیرل شوو رایو کې تر دې دمه مخکښ دی . په دغو ایالتونو کې او همداراز په نواډا او الاسکا ایالتونو کې د رایو دشمیرنو نتیجې چې تر دې دمه ئې د رایو پاڼې نه دي شمیرل شوي ، د انتخاباتو په نهائي نتیجې ډيرې اغیزې شیندي .
د امریکا څه دپاسه یو سل دوه میلیون کسانو خپلې راي له ټاکلي وخته مخکې صندقونو ته ا چولي دي ،چې په دوي کې پنځه دیرش میلیون او نهه لکه درویشت زره کسانو درایو په مرکزونو کې په شتون سره او کابو پنځه شپیته میلیون او دوه لکه پنځه څلویښت زره کسانو هم د پُست له لارې په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی دی .
وروستي راپورونه ښئ د توکمپالنې مخالفو په زرګونو خلکو یو ځل بیا د ډونالډټرمپ دکرغیړنو او توکمپالو څرګندونو په خلاف په نیویارک کې ستر لاریو ن کړی او د هغه د مستعفي کیدا غوښتنه ئې کړې ده .
له دې سره په یووخت د ډيموکراټانو کاندید جوبایډن د امریکا د اوسني جنجالي ولسمشر ټرمپ په مقابل کې د خپل بریالیتوب په باب هیله مندي ښودلې او وئيلی ئې دي ، دخلکو په رایو او دعمومي افکارو په ویښتیا سره به نوره د ټرمپ له شره خپل هیواد وژغوروو او باید دځينو کرغیړنو کړنو په دلیل ټرمپ محاکمې ته وړاندې شي او د توکمپالنې د پراختیا ځواب ووائي.
که څه هم تر دې دمه دامریکا په دغو انتخاباتو کې د ګډون داندازې مشخصې احصائې نه دي خپرې شوي ، خو اټکل کیږي ، چې د تیرو سیالیو په نسبت به دغه اندازه ډيره زیاته وي او البته ځيني راپورونه داهم ښئ چې ممکنه ده د انتخاباتو نتیجې که هرڅه وي ، ددغه هیواد په زیاترو ایالتونو کې به د اړۍ ګړۍ او تاؤریخوالي درامینځةکیدا لامل شي .
دغه راز د امریکا دکانګرس اوسنۍ مشرې میرمن نینسي پلوسي چې دکانګرس غړیتوب ئې بیا ګټلی دی ،، ددغه هیواد د سترې محکمې دنوي قاضي منصوبولو ئې غیر قانوني او ناروا ګڼلی او وئيلي ئې دي ،ټرمپ ایمي کاني بارت په غیر قانوني توګه او له انتخاباتو یوازې یوه اونۍ مخکې په دغه څوکۍ کيښناولی دی چې هیڅ رواوالی نه لري، د سترې محکمې دغه قاضي باید له انتخاباتو ورسوته منصوب شوی وائ .