د امریکا د ولسمشرۍ جنجالي انتخابات او دډيموکراسۍ پوچې نغارې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94019-د_امریکا_د_ولسمشرۍ_جنجالي_انتخابات_او_دډيموکراسۍ_پوچې_نغارې
ډونالډټرمپ اوس نه یوازې د امریکا سیاسی نظام فاسد بللی ، بلکې اساسا ئې په دغه هیواد کې د راي اخستنې په نظام باندې شک څرګند کړی ،بلکې حتی اوس هغه خپل رواوالی هم ، چې په همدغو رایو او دهمدغه سسټم په وسیله د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې سپينې ماڼۍ ته لاره موندلې ، ترپوښتنې لاندې وروستلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 06, 2020 10:21 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشرۍ جنجالي  انتخابات  او دډيموکراسۍ پوچې نغارې

ډونالډټرمپ اوس نه یوازې د امریکا سیاسی نظام فاسد بللی ، بلکې اساسا ئې په دغه هیواد کې د راي اخستنې په نظام باندې شک څرګند کړی ،بلکې حتی اوس هغه خپل رواوالی هم ، چې په همدغو رایو او دهمدغه سسټم په وسیله د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې سپينې ماڼۍ ته لاره موندلې ، ترپوښتنې لاندې وروستلی دی .

د امریکا د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ  انتخابات  هماغه ډول چې  اټکل شوی ؤ ،  ددغه هیواد په تاریخ کې په یوه تر ټولو جنجالي انتخاباتو بدل شوي او  اغیزې به ئې ددغه هیواد په سیاسی ډګر تر اوږدې مودې پورې پاتې وي .اوس  امریکائي ډيموکراسي چې  واشنګټن ئې په دنیا کې د ودونکی دی،تر پوښتنې لاندې ورغلې ده .

 د  ونزویلان ولسمشر  نیکلاس مادورو  د امریکا د ولسمشرۍ  دانتخاباتو د نتیجو په اعلان کې ځنډ او  د انتخاباتي درغلیو په باب د ډ ونالډټرمپ  کرغیړنو  څرګندونو  ته په اشارې سره  ټينګار کړی ، له دې چې امریکا هڅه کوي  مونږ ته د ډيموکراسۍ درس راکړي ،کرکه او نفرت کوو . هغه  دمتحده ایالاتو  دانتخاباتو  د رایو  په شمیرنې کې  په ځنډ باندې په سختو نیوکو سره  ټینګار کړی دی ،  دامریکا په اپوټه ونزویلا  د انتخاباتو ډير شفاف او اثبات شوی سسټم لري .

 نیکلاس مادورو  د امریکا د ولسمشرۍ  دانتخاباتو بهیر ته په اشارې سره وئيلي دي ، د انتخاباتو په هماغه شپه او په دقیقې رودې سره  د انتخاباتو نتیجې وړاندې کیږي ،  خو په امریکا کې داسې ونه شول  او مدعي ده چې  د ونزویلا حکومت  واک ته په رسیدو سره  په ونزویلا کې د ډيموکراسۍ بهیر کمزوری کړی  دی او باید له قدرته څنګة شي ،خو  خپل ځان ئې هیر کړی دی .

 د امریکا د ولسمشرۍ  د انتخاباتو  لانجمن بهیر ته  د نیکلاس مادورو اشاره دا ده چې  د دوي په شخصي پیچلتیاؤ سره ،  اوس  په سپينې  ماڼۍ کې د دیره ولسمشر  د زوړپالو یا جمهوری پالو  دکاندید ډونالډټرمپ تور لګولو سره لاس اوګریوان شوي ، چې  اساسا  شکست نشي زغملی  او  د انتخاباتو له هغو احصایو سره سره چې  د هغه د ډيموکراټيک سیال جوبایډن  د مخکښ کیدا ښودنه  کوي ،البته په یوه تپونکي کړجار  کې  د امریکا د درست سیاسی سسټم  په ترپوښتنې لاندې وروستو سره  ئې دا یو فاسد سسټم بللی او پخپل تاوان   په اوسنیو انتخاباتو کې  پر پراخو درغلیو ټينګار کوي .

 سره له دې چې د امریکا د انتخاباتو درې ورځې  تیریږي ، تر دې دمه د پُستي رایو د نه شمیرل کیدا  له امله  نهائي نتیجې  اعلان شوي نه دي ،خو ټرمپ  په دوامدار ډول  دخپل هیواد  د انتخاباتو  دبهیر په تر پوښتنې لاندې وروستو سره  په انتخاباتو کې د سترې درغلۍ خبره  کړې ده . ټرمپ پرون ناوخته په بیړني خبري کنفرانس کې  وئيلي دي ، دا یو فاسد سسټم دی  او که  هم فاسد نه وي ،نو  په آسانۍ سره فاسد کیږي  او د ما رائي ناڅاپي  کمیږي .

Image Caption

 

نو دلته پوښتنه داده چې   همدغه سسټم کله   د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه دبریالیتوب لامل شوی ،  نو هغه وخت ئې ولې شک نه درلود او اوس  چې  د ۲۰۲۰ کال  په انتخاباتو کې  د ماتې له لرلید سره مخامخ شوی ، نو د دغه سسټة اساس او هویّت ئې تر پوښتنې لاندې وروستلی دی . 

د اروپائي اتحادئې د امنیت او ملګرتیا د ادارې د غږملونکي مدیر میکایل ګرک په وینا، هغه تورونه  چې ډونالډټرمپ  په مختلفو ایالاتو :ې د انتخاباتو د ترسره کونکو  مسئولانو په ضد  مطرح کړي  دي ، د ډيموکراسۍ تر پوښتنې لاندې وروستل دي .

 ټرمپ  په ډاګه   د ولسمشرۍ په څوکۍ  له خپل قدرته ناوړه استفاده کوي .  یوه بله موضوع  دا ده، ټرمپ چې د ولسمشر په توګه  دفیډر ل درستو اورګانونو  کنټرول په اختیار کې لري ،، د امریکا  د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو موضوع ئې  مطرح کړې ده ، په داسې حال کې چې  علی القاعده   دهغه سیال  یعني جوزف بایډن   باید دغه شان  ادعا مطرح  کړي وائ.

            یوه پوښتنه چې  اوس  له بل هر وخته زیاته مطرح  کیږي ،  داده چې  آیا  هغه ډيموکراسي چې امریکا ئې  ډنډورې وهي  او  په نړۍ کې ورځيني د  ملاتړ ادعا کوي  او په همدې پلمه ئې،  دیویشتمې پیړۍ په  لومړۍ لسیزې کې په افغانستان او عراق یرغل کړی  او  په دغو هیوادونو کې ئې د حکومت  جوړونې  ادعاګانې درلودې ، آیا همدغه ښکارنده ده  چې اوس په دغه هیواد کې روانه ده ؟

 دډيموکراسۍ یو بنیاد،  د حاکمانو په انتخاباتو کې د ولس رول دی ، چې   د یوه ډيموکراټیک  نظام د یوه اصلی رکن په توګه  دانتخاباتو د بهیر له لارې  ترسره کیږي .ډونالډټرمپ  اوس نه یوازې د امریکا  سیاسی نظام فاسد بللی ، بلکې اساسا ئې  په دغه هیواد کې  د راي اخستنې  په نظام باندې  شک څرګند کړی ،بلکې حتی اوس   هغه خپل رواوالی هم ، چې  په همدغو رایو  او دهمدغه سسټم په وسیله  د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتو کې  سپينې ماڼۍ ته  لاره موندلې ، ترپوښتنې لاندې   وروستلی دی .