د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94125-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو  مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د رته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کړو ، نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2020 11:15 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو  مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د رته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کړو ، نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انترنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو چې  کابو یوه اونۍ تیریږي او  نتیجې  ئې په رسمي توګه تر دې دمه اعلان شوي نه دي  ،ددغه هیواد خلک لالهانده کړي او ددغه هیواد د اوسني جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ او دهغه د پلویانو کرغیړن کړچار او اقدامات  هماغه راز دوام لري ، په یوه ناڅاپي او  بې باوره اقدام کې  ډونالډټرمپ  له درست هیواده خپل پلویان واشنګټن ته بللی دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، له آذربایجان  جمهوریت سره له ۴۴ورځني جنګه وروسته  د ارمنستان په ناکامۍ پسې  د ارمنستان  خلوپه مظاهرو  جوړولو  او د پارلیمان او د صدارعظممۍ  دماڼۍ  په نیولو سره  له قدرته ددغه هیواد دد لومړي وزیر د څنګةکیدا غوښتنه کړې ده .

فیچ نومې  داعتبار سنجونې نړیوالې موسیسې  په سعودي عربستان کې  داقتصادي شرائطو  ترینګلتیا ته په پام سره  ددغه هیواد اقتصادي لرلید  منفي اعلان کړ ی دی .

د موزامبیک  حکومتي رسندویو  په وروستي راپور کې وئيلی دي ، له داعش ډلې سره یو شمیر اړونده  وسلوالو مخ پټو کسانو  ددغه هیواد په شمال کې  دفټ بال په لوبغالي کې له پنځوسو کسانو سرونه غوڅ کړي دي .

یوه عربی خبری چینل  له بیروته د سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو  د سفیرانو  د وتلو په تحلیل کې  لیکلي دي ، ریاض او ابوظبئ په دغه اقدام سره  د لبنان  په سیاسی بهیر  خپل خپګان  مخابیره کړی دی . دغه دواړو تالی څټي  او  پيّلي  رژيمونه  په لینان کې د حزب ا...  ولسی غورځنګ  په کمزوري کولو پسې دي ،خو تر دې دمه هیڅ په لاس نه دي ورغلي .

دسعودي عربستان یوې خبري سرچینې  چې غوښتل نامه ئې وانخستل شي ، وئيلي دي ، د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان  د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې   د درغلۍ  په اړه د شکایتونو د تعقیبولو لپاره ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ  ته لاسلیک شوی سپين چیک   ډالۍ کړۍ څو شاید   هغه وژغورل شي .

ورځپاڼې پیا لیکلی دي ، په امریکا کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې  په کرونا ویروس  کابو یو لک نهه څلویښت زره کسان  ککړ شوي  چې یو ریکارډ ئې جوړ کړی د ي  او په امریکا کې  له دغو ککړو کسانو سره  ټول ټال د ککړو کسانو شمیر لس میلیون یولل لسو زرو ککړو کسانو اوښتی دی .

دا هم  د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل ننڼي  انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني د حکومتي کابینې  د وزیرانو په ناستې کې  وئيلي ، هغه رژيم چې  د ایران د اسلامی انقلاب دنسکوریدا  خوب ئې لیدۀ، په ذلالت  او بې شرمۍ سره نسکور شوی او  کرغیړن اقدامات ئې درستې نړۍ نندارې ته وړاندې شوي دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د سپينې ماڼۍ  مسئولانو په یوې کرغیړنې چارې کې  یو ځل بیا   وئیلي دي ،  حکومتي اورګانونه او ادارې باید له جوبایډن سره ملګرتیا ونه کړي . داپه داسې حال کې دي چې د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان   مرستیال  مشر جیمز انډرسن هم  ددفاع وزیر مارک اسپر  له ګوښه کیدا یوازې یوه ورځ استعفی ورکړ ه.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،په نیواکي ټاتوبو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په یوه بند کې  یوفلسطینی  بندي د سختې شکنجې له امله شهید شوی دی .  

د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل بیګا په  یوه ویډیوئي کنفرانس کې  وئيلي ، اروپائي هیوادونه  له مسیحیّت سره  د اسلام د مخامخید په تکل کې  نه دي  او باید  د دینونو پیروکاران دیوه بل د دین د سپڅلتیاؤ احترام وکړي .

المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د فلسطین د آزادۍ جبهې یا پي ایل او داجرائي کمیټې   عمومی منشي  صائب عریقات د کرونا ناروغۍ له امله  سا ورکړې  هغه څو ورځې مخکې په نیواکي سیمو کې  په یوه روغتونو کې بستري شوی  ؤ .

د ایران  مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي  مونږ  نه د ډونالډټرمپ په شکست وحشت زده  یوو او نه هم  د هغه په ځاي د جوبایډن په جانشینۍ حیران یو، بلکې  دخپلو  ملي ګټو په اساس فیصلې کوو او  خپلو  نړیوالو قوانینو او اصولو ته پابنده یوو .

  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتي  ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب هماغه راز په زیاتیدا دی  او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر  کسانو وینه ونه بهیږي ، حال د ا چې  درست افغان ولس دا تمه درلوده چې  په قطر کې د امریکااو طالبانو ډلې ترمینځ په موافقې پسې او بیا هم د بین الافغاني خبرو  اترو په ترسره کیدا سره به د کرارۍ اوثبات مخ وویني خو  له بده مرغه داسې ونه شول .

************************   

 

 

 اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،  البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې فرصتونو، د جګړې لیکو ته د  خوشې شویو طالب زندانیانو بېرته ګرځېدل او د سینما پارک نړولو په اړه تبصرې او لیکنې شوي دي.

هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي،افغان حکومت باید له امریکا او عام افغانان باید له افغان حکومت څخه وپوښتي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو ضمانت څه و؟

د سرمقالې لیکوال دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې، چې افغان حکومت په وار وار ویلي ،خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او عملاً افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جنګېږي.

لیکوال زیاته کړې، دا چې امریکا له طالبانو سره پر شوي هوکړې ټینګار وکړ او پر افغان حکومت ئې دباؤ  راوړ څو د طالبانو څه د پاڅه ۵ زره زندانیان خوشې کړې نو اوس امریکا افغان دولت او افغان حکومت عامو خلکو ته باید ځواب ووايي.

په سرمقالې کې ټينګار شوی افغان دولت باید نه یوازې د جګړې میدانونو ته د خوشې شویو طالب زندانیانو خبر او شمېر ورکړي، باید په دې برخه کې خپل ښکاره دریځ وړاندې کړي څو طالبان په خپلو ژمنو ولاړ واوسي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې وروسته افغان حکومت د طالبانو څه د پاڅه ۵ زره زندانیانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره په مشروط ډول خوشې کړل.

د افغان حکومت له لورې هغه مهال وویل شول چې، د طالب زندانیانو خوشې کېدل به په اوربند تمامېږي او یاد زندانیان به د جګړې لیکو ته نه ګرځي ،هغه څه چې اوس یې طالبان ئې  د  خلاف ورزۍ ادعا کوي.

اوس د افغان حکومت تازه راپورونو ښيې چې له دغو زندانیانو ۵۸۰ یې جګړې ته ګرځیدلي چې ډېری یې په روانو جګړو کې وژل شوي هم دي.

 

 

 =   هېواد دولتي ورځپاڼه لیکلی، د سولې لپاره له ترلاسه شوي فرصته باید ګټه پورته شي.

په دې سرمقالې کې راغلي، دا چې د امریکا تازه ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن ویلي،له نړۍ سره به خپلې اړیکې بېرته ورغوي نو افغان حکومت هم ترې غوښتي چې د امریکا او طالبانو ترمینځ شوې هوکړه دې لغوه کړای شي.

لیکوال په سرمقالې کې له امریکا څخه د افغان حکومت د دې غوښتنې لامل، د امریکې او افغان حکومتونو ترمینځ شته دفاعي، امنیتي او ستراتيژیک تړونونو یاد کړي دي.

د لیکوال په باور، طالبانو تر اوسه د سولې خبرو په برخه کې خپل هیڅ کومه ژمنه نه ده عملي کړې، په همدې اساس د افغانانو ترڅنګ نړیوال هم نه غواړي چې له جمهوریت پرته بل کوم نظام پر افغانانو حکومت وکړي.

نو طالبانو ته پکار ده چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره لومړی په اوربند او وروسته په پاتې مواردو هوکړې ته ورسېږي.

 

 

=          د دنیا ورځپاڼې سرمقالې کې د پارک سینما په ورانولو او پر لاملونو یې بحث شوی دی.

سرمقالې لیکوال لیکلي، دا چې د پارک سینما د فرهنګیانو، سینما ګرانو او عامو خلکو د غوښتنې خلاف ړنګه شوه نو ښکاري چې یاده ودانۍ د مافیایي تحرکاتو ښکار شوې او دا چې ځمکه یې په تجارتي سیمه کې ده ښایې پر سر یې معاملې وشي.

د لیکوال په باور که دلته مافیائي لوبه نه وه ،نو لږ تر لږه د دې سینما ورانول به یو څه ځنډول شوی و ،څو د افغان فلم ریاست، هنرمندانو او تاریخ پوهانو ترمینځ یو څه بحث شوی وای.

په سرمقالې کې ټینګار شوی، که د افغان حکومت له لورې د داسې خپلسریو مخه ونه نیول شي، نو ممکنه ده  په راتلونکي کې هم داسې تاریخي ودانۍ ونړول شي او د ځمکې پر سر یې معاملې ترسره شي.