د امریکا ولسمشر ټرمپ په الاسکا کښې درې رایې ګټلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94133-د_امریکا_ولسمشر_ټرمپ_په_الاسکا_کښې_درې_رایې_ګټلي
زمونږ خبریال وايي د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا ایالت کښې وتوانید له جوبایډن سره په سیالۍ کښې بریالی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ په الاسکا کښې درې رایې ګټلي

زمونږ خبریال وايي د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا ایالت کښې وتوانید له جوبایډن سره په سیالۍ کښې بریالی شي .

د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ په الاسکا ایالت کښې په جوبایډن بریالی شوی او درې (۳) الیکټرول رایې یې ترلاسه کړي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د میشیګان ، د ویسکانسین ، پنسلوانیا او د جارجیا په شان برخلیک ټاکونکو او مهمو ایالتونو کښې یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي خوړلي ده د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې د ښکاره درغلۍ د ترسره کیدا ادعا وکړه .

ټرمپ دغه راز ژمنه کړي ده چې ډیر زر به د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ترسره کیدا په هکله زیات سندونه خپاره کړي .

د ټرمپ وکیل هم ټینګار کړی دی چې دې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ د ترسره کیدا په هکله سندونه لري .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) نوي راپور کښې وویل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ادعا په هکله هیڅ ثبوت نشته .

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا په ټولو ایالتونو کښې د انتخاباتو له  ترسره کونکو رسمي چارواکو سره له ارتباط ټینګولو وروسته وايي په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله هیڅ سند نشته .

د امریکا چارواکو ویلي دي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کښې هیڅ بد نظمي چې د ټول ټاکنو د نتیجې د بدلیدا سبب شي نه وه رامینځته شوي .

دغه راپور ټینګار کړی دی د ولسمشر ټرمپ لخوا د درغلۍ ادعا او د هغه دا خبره چې جعلي رایو زما بریالیتوب له مینځه وړی دی بې اساسه ده .