د ایران او د روسیې پوځي مانوره پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96562-د_ایران_او_د_روسیې_پوځي_مانوره_پیل_شوه
د ایران او د روسیې د دوه زه یویشتم (۲۰۲۱) سمندري امنیت د کمربند د پوځي مانورې لومړۍ مرحله په سمندر کښې له مخکې څخه په دوو(۲) ټاکل شویو هدفونو باندې د ماسکو او د تهران د جنګي کشتیو په ډزو کولو سره پیل شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2021 07:49 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسیې پوځي مانوره پیل شوه

د ایران او د روسیې د دوه زه یویشتم (۲۰۲۱) سمندري امنیت د کمربند د پوځي مانورې لومړۍ مرحله په سمندر کښې له مخکې څخه په دوو(۲) ټاکل شویو هدفونو باندې د ماسکو او د تهران د جنګي کشتیو په ډزو کولو سره پیل شوه .

د ایران او د روسې جنګي کشتیو د هند اوقیانوسیې د شمال په لور حرکت کولو سره د دغه پوځي مانورې لومړنی پړاو اجرا کړ .

د مانورې په دغه پړاو کښې د ایران او د روسیې جنګي کشتیو د ایران  جوړې  «جماران» جنګي بیړۍ په قومندنۍ او له بیلابیلو وسلو په استفادې سره په سمندر  کښې له مخکي څخه په ټاکل شویو هدفونو ډزې وکړې .

د دغه پوځي مانورې ټول پړاونه د سیمې په هوايي څارنې او جاجونې سره د ایران د سمندري ځواک د هیلي کوپټرونو لخوا ترسره شول  .

د ایران او د روسیې د سمندري امنیت د کمر پوځي مانوره نن سهار د هند اوقیانوسې په شمالي  سیمه او عمان سمندر کښې پیل شوي ده او تر سبا ورځې پورې به دوام ولري .