امریکاپه درو میاشتو کې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیږي
د ایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ په موافقې کې روښانه شوې ده ،که تر راتلونکو درو میاشتو پورې د امریکا غیر قانوني بندیزونه لغوه نشي ، نو دایران له ایټمي فعالیتونوڅخه ضبط شوي عکسونه اوریکارډ به دتل لپاره پاک کړائ شي . .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ،دجرمني خارجه وزیرهایکوماس بیګا په یولړ څرګندونوکې په راتلونکو درو میاشتو کې جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته دا مریکا د بیرته ستنیدا په باب ددغه هیواد او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د نورو هیوادونو ترمینځ دخبرواترو خبر ورکړی او د ایران او دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ د وروستۍ درې میاشتنۍ موافقې ته په اشارې سره وئيلي دي ،د برلین چارواکي غواړي ، په دغو درو میاشتو کې په ایټمي موافقې کې له خپلو شریکانو سره دغې موافقې ته د امریاک د ګام په ګام بیرته ستنیداد څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړي .
هایکو ماس په دوام کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا دغیر قانوني وتلو او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د اروپائي هیوادونو بدعهدیو ته له اشارې پرته له ایرانه غوښتي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره دې د لویدیځي ډيپلوماټانو وړاندیز ومني .
په ملګروملتو کې د روسیې مرستیال سفیر دیمیتري پولیانسکي هم بیګا ددې خبرې په کولو سره چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا لپاره کوم میکانزم نشته ، وئيلي دي ،درست باید جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا د ستنیدا دڅرنګوالي په میکانزم پوهه شي .
ایران او د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس د تیرې یکشنبې په ورځې موافقه کړې ، په ایران کې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې د لاس رسیو او الحاقي پروټوکول اجرا په بشپړ ډو ل دریږي او یوازې د ایران دسیف ګارډز ژمنتیاوې اجرا کیږي . ددې په اساس ، دایران داسلامی شورا دقانون په اساس ، آژانس ته به له سیف ګارډز ژمنتیاؤ ورآخوا هیڅ ډول آسانتیاوې ورنکړي او له دغو حدودو ورآځوا هیڅ ډول ارزونې او پلټنې هم نه ترسره کیږي .د ایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ په موافقې کې روښانه شوې ده ،که تر راتلونکو درو میاشتو پورې د امریکا غیر قانوني بندیزونه لغوه نشي ، نو دایران له ایټمي فعالیتونوڅخه ضبط شوي عکسونه اوریکارډ به دتل لپاره پاک کړائ شي . .