جمال خاشقچي د محمد بن سلمان په فرمان سره قتل شوی
د امریکا دملی اطلاعاتو ادارې په دغه راپور کې روښانه کړې ده ،سعودي ولی عهد محمد بن سلمان دترکیې په استانبول کې د جمال خاشقچي له برمته کیدا او یا وژلو سره بشپړ موافقه کړې وه .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دامریکا دملی اطلاعاتو د ادارې په وسیله بیګا د آل سعود رژيم په جنایتونو دنیوکه کونکي دخبریال جمال خاشقچي دبوږنونکي وژل ې سره اړونده راپور خپور کړی او په ډاګه ئې کړې ده چې د خاشقچي بوږنونکي وژله د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان په مستقیم حکم سره شوي ده .
دامریکا د حکومت په وسیله دخپور شوي دغه راپور په اساس ، دعربستان ولی عهد جمال خاشقچي د دغه هیواد لپاره یو ګواښ بالۀ او د هغه د غلي کولو لپاره له تاؤتریخجنو او بوږنونکو رودو څخه له استفادې سره پخلا وو.
د امریکا دملی اطلاعاتو ادارې په دغه راپور کې روښانه کړې ده ،سعودي ولی عهد محمد بن سلمان دترکیې په استانبول کې د جمال خاشقچي له برمته کیدا او یا وژلو سره بشپړ موافقه کړې وه .
د امریکا حکومت ددغه راپور له خپریدا وروسته وئيلي دي ، دسعودي عربستان د ۷۶ چارواکو په ضد ئې د ویزو محدودیّتونه صادر کړي دي .
د سعودي رژيم په ضد نیوکه کونکی خپلواکه خبریال جمال خاشقچي د ۲۰۱۸کال داکتوبر په دوهمه نیټه دترکیې په استانبول کې دسعودي عربستان په کونسلګرۍ کې له ریاض څخه په ورلیږل شوو مامورانو په لاس په ډ ير بوږنونکي ډول قتل شوی ؤ .